بلخ کې لا هم د اشرف غني فرمانونه نه چلېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): بلخ چې د ګډ حکومت په وروستیو کې هم د عطامحمد نور تر واک لاندې د اشرف غني تر فرمانونو لوړ تصورېده، لا هم هلته د ارګ د یوې برخې فرمانونه مانا نه لري.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر له عطامحمد نور وروسته د هغه پر مشوره پر چوکۍ کېنول شو، چې میاشت وړاندې د درېیو تنو د مقررۍ لپاره اشرف غني فرمانونه ور لېږلي، خو لا هم هغه کسان بې برخلیکه ګرځي.

د عامې روغتیا لپاره ډاکټر حکمت د رییس په توګه، د حیرتانو د استرس شرکت لپاره عبداللطیف سهاک د رییس په توګه او د مزار ښاروالۍ د مرستیال په توګه ګل محمد ایرکین هغه کسان دي چې اشرف غني يې د تقرر امر ورکړی، خو ځايي چارواکي يې نه مني.

د عبداللطیف سهاک د مقررۍ لپاره د ماليې وزارت نږدې پوره میاشت وړاندې د سلواغې پر ۲۰مه ارګ ته وړاندیز کړی او اشرف غني هم د «۲۷۰۵» نمبر حکم له مخې یوازې نهه ورځې وروسته د مقررۍ حکم ورکړی دی.ashraf-balkh-farman

تر اوسه د بلخ ځايي چارواکو لا هم له رسنیو سره د اشرف غني د فرمانونو د رد د دلیل اړتیا نه ده حس کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د