افغانستان

واشنګټن ټایمز: په افغانستان کې ناپایه جګړه باید ختمه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): واشنګټن ټایمز په یوه مطلب کې په افغانستان کې د امریکا روانې جګړې ته اشاره کړې او یوه بې پایه جګړه یې یاده کړې ده.

د مطلب د لیکوال په باور امریکا په افغانستان کې داسې جګړې ته ننوتې، چې پای نه لري، خو د دې تر څنګ ټینګار کوي چې باید ځواکونه يې پښې سپکې کړي.

ورځپاڼه په قطر کې د امریکا او طالبانو روانو خبرو ته په اشارې لیکي، چې که دا خبرې کومه پایله ونه لري هم؛ باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه وایستل شي.

د مطلب لیکوال زیاتوي په دې هېواد کې شته ستونزې پخپله د هېواد اوسېدونکي حل کولی شي او دعوه کوي چې امریکا خپل هدف ته رسېدلې ده.

سره له دې چې امریکا له طالبانو سره د یو اړخ په توګه پر خبرو بوخته ده، خو ورځپاڼه لیکي چې د امریکا هدف د القاعده او طالبانو له منځه وړل و او دا له جګړې لږ وروسته «تر لاسه شو.»

دا په داسې حال کې دی چې په قطر کې د امریکا د خبرو دویمه اوونۍ په پوره کېدو ده، خو لا يې هم پایلې نه دي په ډاګه شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد تلویزون سره په وروستۍ مرکه کې وویل، چې بهرني ځواکونه په وتلو دي خو د وتلو پر څرنګوالي يې بحث روان دی او دوی هم بهرنیانو ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د بل چا له لوري نه استعمالېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x