افغانستان

کابل؛ پولیسو د یو وکیل د ساتونکي ويښتان بیاتي کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د کابل پولیس وايي د ولايتي شورا د یو وکیل ساتونکی يې د ناقانونۍ په بدل کې زنداني کړی او ویښتان يې ور بیاتي کړي دي.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې دې ساتونکي د ښار نهمه امنیتي حوزه کې ترافیکي ګډوډي را پيدا کړه او په ناقانونه لاس يې ګڼ موټر تګ ته اړ کړل.

دغه خبرپاڼه چې تېر ماښام ناوخته خپره شوې، د ساتونکي او د هغه د وکیل نوم نه دی پکې ډاګه شوی، خو په خپرو کړو تصویرونو کې ښکاري چې د ساتونکي اوږده ویښتان بیاتي کړل شوي دي.

هشت صبح ورځپاڼې، هغه تصویرونه خپاره کړي چې همدې ساتونکي ته منسوب دي او په یوه تصویر کې يې ويښان پر اوږو پراته دي، خو بل کې يې پوره ور لنډ کړي دي.

د سرچينې په وینا د ویښتانو کمول په نظامي برخه کې «انظباطي مجازات» بلل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د ولایتي شورا د یو وکیل ساتونکی هم تر دې مجازات لاندې راځي.

ښار کې د چارواکو او زور واکو له لوري ترافيکي ګډوډي او ان د لارو بندېدل معمول ګرځېدلي چې هر سهار او مازیګر يې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا خویی ښه کار کړی. کوم یو ښه ښکاری خپله قضاوت وکړی.###

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x