افغانستان

بادغيس: طالبانو يو کنډک ۳ پوستې او ۲۰ عسکر نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو يو کنډک او درې پوستې نيولي او ۲۰ دولتي عسکر يې هم ژوندي نيولي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تيره شپه يې د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ په لودينانو سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې یه نتيجه کې يې يو کنډک او درې پوستې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د تيرې شپې په جګړه کې ۲۸ تنه دولتي سرتيري وژل شوي او ۲۰ نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

احمدي زياتوي چې د تيرې شپې په بريد کې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې او امريکايي ټوپکونه هم نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړې ده چې له دې سربيره طالبانو د يادې ولسوالۍ مرکز هم محاصره کړی دی.

طالبانو د يو بل خبر له مخې ويلي دي چې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يې هم په ګڼو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې یې دوه پوستې نيولي او ګڼو امنيتي سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دولتي مسؤلينو تر اوسه د دې تازه جګړو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

تاسی امریکایی صلاوی ونیولی او افغانان مو ووژل او یا مو هم ونیول دا مو جهاد وکړ. اوس سوال دا دی چی دا تاسی پی جنګ کوی دا اصلحی له کومه کوی. او بله دا چی دا کوم رویایات کی راتځی جی ته ورځی او د یو مومن مسلمان په کور ورخیژی او هغه وژنی ایا اسلام دین کوم داسی روایت شته چسرته موږ ته یی هم وړاندی کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x