ماليزيا؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي په تور يو تن په بند او نغدي جريمې محکوم شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په اندونیزيا کې په ټولنيزو رسنيو کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي په جرم يو تن په ۷ مياشتې بند او ۲۴۴۵ امريکايي ډالرو نغدي جريمې محکوم شوی دی.

د ټي ار ټي د خبر له مخې د محمد يزيد کونګ عبدالله په نامه يو تن په ټولنيزو رسنيو کې د اسلام د پيغمبر په اړه له سپکاوي ډکې ليکنې کړې وې چې د روانې ميلادي مياشتې په ۴ مه نېټه نيول شوی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی دی چې له هغې وروسته پرې د محکمې له لوري په اوو مياشتو بند او ۲۴۴۵ امريکايي ډالرو نغدي جريمې محکوم شو.

همدا راز محکمې ویلي دي چې که چېرته تورن نغدي جريمه اداء نه کړي نو د بند موده به يې دوه کاله نوره هم وغځول شي.

په ماليزيا کې تر دې وړاندې هم تيره مياشت د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته د يو تن له لوري سپکاوی شوی و چې تورن کس په لس کاله بند محکوم شوی و.

د ماليزيا امنيتي سرچينې وايي چې په دې وروستيو کې په خواله رسنيو کې اسلام ته د سپکاوي پیښې زياتې شوي دی چې په دې تړاو يې ۹۲۹ راپورونه ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د ټولنيزو رسنيو ازاد چاپيريال هغه څه دي چې ډيری خلک په کې د خپلې خوښې او نظر په شريکولو سره د اسلام او اسلامي ارزښتونو په وړاندې هم بې پروايي کوي چې له امله يې ځينې وختونه په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د اسلام سپکاوی کيږي.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د فيسبوک ځينې کارونکي يې د خپل نظر په خپرولو سره له هر ډول اسلامي او ملي ارزښتونو څخه بې پروا دي چې ډیری وخت په بحثونو کې ديني ارزښتونو ته سپکاوی کيږي خو حکومت يې په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د