افغانستان

کابل؛ یوه مېرمن د خپل خاوند پر قتل نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي چارواکي په دوولسمه ناحیه کې يې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ وايي مېرمن نازي ګل د شمس الدین په نامه خپل خاوند وړمه شپه د تبر په وسیله وژلی دی.

د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې نازي ګل له پېښې وروسته تښتېدلې وه، خو پرون د پولیسو له لوري ونیول شوه.

یاده مېرمن د کابل ښار ختیځ ملاتره خېل ډاګ کې اوسېدله.

تر اوسه د دې مېرمنې د برخلیک په اړه څه نه دي ويل شوې، خو د کابل په ګڼو زندانونو کې سلګونه مېرمنې په بېلابېلو نومونو زندانيانې دي.

د کابل ښار شمال، بادام باغ کې د ښځينه‌و زندان هغه ځای دی چې زندانیانو يې د مسؤلینو له ناسم چلنده پرلپسې شکایتونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x