هرات؛ د ولسي جرګې يو نوماند وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په هرات ولايت کې د ولسي جرګې يو نوماند او د دې ولايت د ولايتي شورا د غړي ورور د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د هرات امنيتي چارواکي وایي چې د ولسي جرګې نوماند او د هرات د ولایتي شورا د غړي نجيب الله محبي ورور علي جمعه محبي تير ماښام د دوو موټر سايکل سپرو له لوري د هرات ښار په بکر اباد سيمې کې په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی.

چارواکي وايي چې بريد ګر له سيمې څخه په تيښته بريالي شوی دي خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

له دې پیښې وړاندې تير مازيګر هم په هرات ښار کې په يو موټر کې د چاودنې له امله د دوو ميرمنو او يو ماشوم په ګډون پنځه ولسي وګړي ټپيان شوي وو.

علي جمعه چې ولسي جرګې ته له هرات ولایت څخه نوماند و په دې ولايت کې د هزاره فعالانو له مخکښو غړو څخه بلل کېده.

د يادې پيښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د