د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر یوناما؛ ویلي امنیت شورا به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ولري.

د یوناما د خبر پاڼې له مخې دا غونډه به نن د کابل پر وخت ماښام مهال پیل شي، چې موضوع به يې افغانستان کې د دې شورا د عمومي منشي راپور وي.

انټونیو ګوترش د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړی راپور برابر کړی دی، چې په نننۍ غونډه کې به د همدې راپور پر اساس بحث وغځول شي.

عادله راز؛ چې په ملګرو ملتونو کې يې د افغانستان دایمي استازولي تازه پیل کړې، پر خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم د یو پلاوي په ملتیا نیویارک ته ور رسېدلی دی.

ګوترش پخپل راپور کې ویلي چې سوله یوازې د «بین الافغاني» خبرو په وسیله راتلی شي، چې په وینا يې ژر تر ژره باید د طالبانو او «حکومت» تر منځ خبرې وشي.

د یوناما د خبرپاڼې له مخې پر دې راپور به د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي بحث وکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له یو کورني تلویزون سره په وروستۍ مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانانو په حیث له مطرحو اړخونو او څېرو سره خبرو ته تیار دي، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د