د ډیرو پوښتنو ځوابوونکې مرکه

شاهد (غزنیوال)

وړمه ورځ د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله ( مجاهد) له شمشاد ټلویزون سره یوه تفصیلي مرکه لرله.

په یادې مرکه کې ښاغلي مجاهد د هیواد په وروستیو سیاسي او پوځي جریاناتو پوره رڼا واچوله او ټولو هغو پوښتنو ته یې په ډیر وضاحت سره ځواب ووایه چې تر اوسه پوري ورباندې طالبانو څه وضاحت نه و ورکړی.

د ښاغلي مجاهد په وضاحتونو کې یې دوه هغه داسې وضاحتونه دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ولس ډیر تشویشونه له منځه وړي.

لومړی دا چې نوموړي وویل:

(( تر اشغال وروسته نظام جوړونه د افغانانو کار دی چې اسلامي امارت نوم ورکوي او که اسلامي جمهوریت ځکه نومونه مهم نه دی، اصلي مهمه خبره د نظام محتوا ده…))

ښاغلی مجاهد د دې پوښتنې په وضاحت کې وویل چې دا په ولس پوري اړه لري چې هغوی په اسلامي امارت توافق نظر لري او که د واکمنۍ په کوم بل نوم، خو راتلونکی به داسې یو نظام وي چې د افغانانو اسلامي او ارزښتونه ورکې محفوظ وي.

دوهم وضاحت دا چې نوموړي وویل:

(( د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې دننه مطبوعاتي ازادي ، مدني بنسټونه، سیاسي جوړښتونه او د ژوند په مختلفو برخو کې نوي لاسته راوړنې به پر خپل حال پاته او هغه څه چې یې مخالف وي هغه به په اساسي ډول اصلاح کیږي.))

اوس مهال د ولس ځوان کهول یا هغوی چې تر اشغال راوروسته دورکې لوی شوي له دې تشویش لري چې تر امریکایانو وروسته چې کله بیا واک طالبانو ته سپارل کیږي ښايي ولسي آزادي محدوده او یاهم په ځیني مواردو کې یې ولسي غوښتنې تر پښو لاندې شي.

که له شمشاد ټلویزون سره د ښاغلي مجاهد مرکه په غور واوریدل شي د هیواد اړوند مختلفو موضوعاتو په اړه یې په خپلو دغسي وضاحتونو سره د ولس ډیرې پوښتنې ځواب او ابهامات له منځه یووړل.

د دې لپاره چې نور هم د اړونده قضایاوو په اړه د ولس شته پوښتنوته پر وخت ځواب وویل شي دوه کاره باید ترسره شي:

لومړی د هیواد موثرې رسنۍ په تیره تلویزوني شبکې باید له کوم سیاسي او فکري تعصب پرته له طالب ویاند سره ژوندۍ او پر وخت مرکې زیاتې کړي.

دوهم طالب ویاند دغه ډول له غموض او ابهام ډکو پوښتنو ته نورهم په مزید وضاحت او استدلال سره د رسنیو مخامخ پوښتنو ته ډیر وخت ورکړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د