المان: د امریکا او طالبانو د خبرو ملاتړو کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د المان د بهرنیو چارو وزیر وايي په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو ملاتړ کوي.

هایکو ماس چې په نا څاپي سفر تېره ورځ، بلخ ته را ورسید له الماني رسنیو سره يې خبرو کې ويلي، چې له افغانستان وروسته به پاکستان ته وخوځېږي.

هایکو ماس، ویلي د سفر هدف يې د سولې ملاتړ او افغانستان او پاکستان ته به ټینګار وکړي، چې المان به په سیمه کې دویم لوی مرسته کوونکی هېواد پاتې شي.

نوموړي په قطر کې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو هم هرکلی کړی او په وینا يې دا د سولې په برخه کې لومړي قدممونه دي.

المان شاوخوا ۱۳۰۰ عسکر لري چې ټول يې مزار شریف کې مېشت دي.

د دې هېواد چارواکو تر دې وړاندې هم ويلي و، چې د سولې په برخه کې کوربه‌توب ته هم حاضر دی.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د المان دفاع وزیرې وویل، که امریکا له افغانستانه وځي، دوی به هم خپل ځواکونه پرې نه ږدي.

څو ورځې وړاندې هم الماني رسنۍ شپېګل د دې هېواد د عسکري مسؤلیونو په حواله وویل، چې باوري دي په افغانستان کې «بې ګټې» پر جګړه بوخت دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د