افغانستان

کندهار؛ نن د زنګ اباد د خونړۍ پېښې اوه کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): اوه کاله وړاندې «۲۰۱۲ز» د همدې مارچ میاشتې د یوولسمې ورځې په شنه سهار کې د کندها په پنجوايي ولسوالۍ کې یو امریکايي خورد ضابط پر ملکي کورونو برید وکړ، ماشومان او مېرمنې يې له يوې مخې ضربه کړې او ځينو جسدونو ته يې اور ورکړ.

رابرټ بیلز، د شپې په درېیو بجو د زنګ اباد په پلمبې سیمه کې د محمد وزیر په کور کې هغه او د هغه بشپړه کورنۍ له منځه یووړه او دوه نورو کورونو کې يې هم مرګ‌ژوبله واړوله.

د کندهار د هغه وخت والي توریالي ویسا هم اعتراف وکړ، خو د تلفاتو دقیقه شمېره يې یاده نه کړه، پر هماغه ورځ د «ایساف» مطبوعاتي څانګې هم ومنله چې یو عسکر يې پر ملیکي وګړو ډزې کړې او دوی نیولی دی.

د سیمي قومي مخورو د وخت له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د پېښې جزییات شریک کړل او ويې ویل، ماشومان يې کتار دېوال ته درولي او ډزې يې پرې کړې دي.

بیلز یو کال وروسته پخپل کړي جرم اعتراف وکړ او امریکايي محکمې ورته د عمري بند سز واوروله، خو د تېر کال په جون کې يې وکیل جان ماهر وویل دی د خوشي کولو هڅې کوي.

هغه ويلي که نورې ټولې لارې پرې ودرېږي پر ټرمپ به غږ کړي چې له خپل اجرايي واک نه کار واخلي او هغه وبښي.

د امریکا د قانون له مخې ولسمشر کولی شي هغه محکوم چې د ده په فکر انصاف ورسره نه دی شوی، وبښي؛ ټرمپ څه موده وړاندې یو بل زنداني کرېشن ساسر چې د پټو اسنادو د خپرولو تور پرې پورې و، هم وباښه.

بیلز له ګڼو هغو امریکايي عسکرو څخه دی چې د ټوپک شپېلۍ يې ماشومې سینې څېرلې دي، تر دې وړاندې ګڼو نورو پوځي منسوبینو هم منلې چې ان پر ملکي وګړو يې د نښې پخولو تمرینونه کړي دي.

له دې پېښې پوره اوه کاله تېرېږي، خو لا هم افغان ولس نږدې هر ورځ د ورته خونړيو پېښو شاهد وي، خو د وخت واکمن او بهرنیان د پخوا په تفاوت نه پرې ظاهري خواشيني ښيي او نه له امریکایانو سره د شوي امنیتي تړون له مخې کوم بهرنی پوښتل کېدلی او محاکمه کېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x