افغانستان

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو بله نېټه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان حکومت څه موده وړاندې د روانې لمريزې مياشتې ۲۶ مه نېټه په افغانستان کې د سولې د مشورتي لويې جرګه د رابللو نېټه اعلان کړې وه خو وروسته دولتي سرچينو وويل چې مشورتي لويه جرګه د تخنيکي ستونزو له امله وځنډېده.

د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په تازه فرمان کې راغلي دي چې د سولې په اړه مشورتي لويه جرګه به د راتلونکې لمريز کال د غويي په نهمه نېټه جوړيږي او ددې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کميسيون مشري به عمر داودزی په غاړه لري.

په فرمان کې د جرګې د ځنډېدو لامل نه دی په ګوته شوی خو ويل شوي دي چې ددې جرګې موخه د سولې په اړه د خلکو خبرو او وړانديزونو ته غوږ نيول دي.

د يادونې وړ ده چې د اشرف غني له لوري د سولې مشورتي لويې جرګې د رابللو په اړه يو شمير شنونکي وايي چې په دې جرګه کې باید د افغانستان د ټولو قومونو استازو ته برخه ورکړل شي او دا جرګه بايد نمايشي او د حکومت فرمايشي لويه جرګه نه وي.

د سولې په اړه د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې طالبان په ورته وخت کې د قطر پلازمينې دوحې کې له امريکا سره د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه په پنځم پړاو خبرو بوخت دي.

په افغانستان کې د ځينې ملي مسئلو له پاره لويې جرګې رابلل کيږي چې په کې د ملي مسائلو په اړه بحث کيږي.

په افغانستان کې وروستۍ لويه جرګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په ۲۰۱۱ له امريکايانو سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه رابلل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی :د مشورتی جرګیاو یا بل هر نوم چه وروکی ، به نوم د خرګو رابلل او کارول د کرزی د دوهمی دوری اخره کی چه رابلل شوی وه ته ورته یوه لاسبوڅی جرګه ده. لمړی دغه جرګه اجراییو صلاحیت نه لری یوه مسوده یی مخکی له مخکی جوړه کړی وی او د هغه جرګی د یو غلام له خوا ټولو ته اورول کیږی او ټول لاسونه پورته کوی چه هر څه د تایید وړ دی حتی که د ناموس پلورل یی هم پکی لیکلی وی د تایید وړ ده ځکه هغوی هر یوه ته څو سوه یا څو زره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x