
خوږو ډالرو د قلم خاوندان هم واخیستل!
حیات پکتین
پوره اتلس کاله د مخه د خوست په یوه مدرسه کې وم، د فقیر محمددرویش د ترانو نوې او لومړنۍ کیسټ راغلې وه، استاد مو چاته له ویرې نه شوئ ورکولای، خو بخت کار وکړ یوه ورځ د فاتحې لپاره چیرته روان شو، باران هم وریدلو او د درویش همدغه کیسټ یې چالانه کړه چې ویل یې:
یاري اسانه د جانانه د وفا لانجه ده
نن خو تیریږي مسافره د سبا لانجه
خوږو ډالرو د قلم خاوندان هم واخیستل
هرڅه خرڅیږي خو یوازي د تقوا لانجه ده …
هغه مهال مې دونه فکر نه کاو چې رښتیا هم د قلم خاوندان پیر او پلورل کیږي!
هو؛ په رښتیا هم چې راتلونکی هرڅه روښانوي، او دا دی د همغې ترانې مصداق مې خپلو سترګو ولید او هغه داچې څه موده وړاندې د ارګ حقوقی مشاور عبدالستار سعادت صیب چې کله استعفا ورکړه سم د لاسه یې د یوه رسمی چارواکي په توګه د لومړي ځل لپاره دا په ډاګه کړه چې ارګ د خپلو مخالفینو د ښکنځلو لپاره (۵۰۰) فیسبوکي اجرتي کرایه شوي ښکنځلمار په ټولنیزو رسنیو کې په ښګنځل کولو ګمارلي!
د سعادت صیب له خبرې دا دی لا دوه میاشتې نه دي تیرې شوې چې د هیواد یو ژورنالست او لیکوال ښاغلي مصطفی سالک هم ورته خبره بربنډه کړه او د خپل فیسبوک پر وال یې لیکلي: “راروان نسل باید پوه شي چې زموږ په زمانه کې په يوه يوه جمله کنځلو معاشونه ورکول کیدل خو موږ پرته له کومې مادي ګټې دومره کتابونه ولیکل ماته هم د ولسمشرۍ د ټاکنو ددوو مخکښو نوماندانو د کمپاین له دفترونو بلنې راغلې ویل يې که کنځل کولی شې چې معاش درته وټاکو الله تعالی ګواه دی چې له دواړو مې بښنه وغوښته”.
خو سالک صیب!
راتلونکي نسل څه کوئ؛ هغوی ته هسې هم تاریخ هرڅه بربنډوي، مهمه دا ده چې د نن ورځې ځوان او له ښکیلاک سره اوږګه په اوږګه ولاړ اجرتي قاتل په دې پوه شي چې زما هڅونکی او مدافع یو پلورل شوی قلموال دی، نه داسې څوک چې تر هرڅه ورته د دین او د قلم عفت ساتل لومړیتوب لري.
سالک صیب!
ستاسو او د هر مسلمان لیکوال دنده ده چې د نن ورځې ځوان نسل په دې پوه کړئ چې د تل پاتې غلامۍ غوښتونکي، پر عام وژنه خاموشه قلموال او د ښکیلاک مدافعین همدغه په ډالرو څو اخیستل شوي او کرایه شوي قلموال دي او د ولس هیڅ استازیتوب نه شي کولای.
سالک صاحب تا ترې ولې بخښنه وغوښته،هغوې وبخښه.
پکتین صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی د میدیا کنځلمارو جعلی مبصرین مو به ډاګه کړی چه د یو څو ډالرو د پاره میدیا کی ګډی وډی لیکی یا د شو لیکوالانو لیکنی کمرنګه کوی هڅه لری چه استعماری نظامونه به حقه دی منی که نه یی منی یو واقعیت دی باید یی ومنی . یوه ملګری سره می یوه ورځ هم دا خبره کوله چه تر نوی سلنه زیاته میدیا د نړیوال یهودی استعمار مالکیت دی او نهه سلنه یی چه خپل مالکیت دی استعمار ورته رشوت ورکوی چه د هغوی د پالیسی له مخی هر څه رنګه… نور لوستل »
حیات صاحب ښی چاری،
دا جنګ دی د ډالرو پونډو او کلدارو.خو خاوره د افغانستان ده،او د سوون توکی یی هم افغانان دی،
ټول د پیسو د پاره لګیا دی.ټاپی په پیسو لګیږی او په پیسو بیرته پاکیږی،دا جنګ د دین لپاره هم نه دی.ځکه چه په دا جنګ کی ،موذن،امام،مدرسه طالیب،جومات کی لمونځ کونکی.جنازه اداکونکی ،په لمانځی ولاړ جماعت ټول د ګولی هدف ګرځیدلی ،قتل شوی دی،ن
نو په دین کی خو دا قتلونه ناروا دی،نتیجه ،جنګ د ډالرو،او کلدارو اوس روبل د روسیه پیسی هم په کی راغلی،الله ج د خیر کوی
د هر مسلمان لیکوال دنده ده چې د نن ورځې ځوان نسل په دې پوه کړئ چې د تل پاتې غلامۍ غوښتونکي، پر عام وژنه خاموشه قلموال او د ښکیلاک مدافعین همدغه په ډالرو څو اخیستل شوي او کرایه شوي قلموال دي او د ولس هیڅ استازیتوب نه شي کولای.
اصلي خبره داده چي داجنګ ترلمرروښانه دکفراواسلام او امریکاافغان جنک دی خومتاسفانه هغه کسان چي داسلام اوملي خپلواکۍ په مفهوم نه پوهیږۍ هغوۍ به یې ریښتیاهم دډالرو جنک بولي نو ځکه هم ددالرو لپاره ټول دیني ملي اوحتی اخلاقي ارزښتونه ترپښولاندې کوي اوپه ډیره بی شرمي خپله ستره حماسه اودهیوادتاریخی جګړه مختلفو جهتونو ته منسوبوي
يوه ورځ چه د مزدور دولت د امنيت مشر، کورنی وزير ، د دفاع وزير معاون او د غاصبينو امريکايی جنرال هم و ، افغانی مزدورانو د خپلی پروپاګنډی څخه شکايت وکړ په دی دليل چی ويل يی په افغانستان کی يوسلوشل زره مسجده دی چی يوازی څلور پنځه زره يی زمونږ تر پروپاګنډ لاندی دی نور ټوله د طالبانو لپاره تبليغ کوی .
دا په ډالر اخيستل شوی د غاصب کفارو سپيان چی هر څومره غاپی ودی غاپی .
پاک الله(ج) دی زمونږ مسجدونه او مدرسی را ډيری کړی .