مجاهد: د ملا محمد عمر په اړه نشر شوی راپور «دقیق» دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر هغه راپور تبصره کړې چې په دې وروستیو کې د ملا محمد عمر مجاهد په اړه نشر شوی دی.

په راپور کې راغلي چې ملا محمد عمر د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته په افغانستان کې پاته شوی او د ژوند تر پایه پوري په افغانستان کې دننه ، په ځانګړي ډول په زابل ولایت کې پاتې شوی.

دغه راپور چې په اصل کې د ملا محمد عمر مجاهد پر ژوند د یوې هالنډۍ ژورنالیستي او څیړونکي «بیټي ډم» د خپرېدونکي کتاب یوه کوچنۍ برخه ده، د نړیوالو رسنیو توجه ځانته جلب کړه.

تېره ورځ وال سټریټ ژورنال، نیویارک ټایمز په شمول ډیرو رسنیو د راپور د نشرولو ترڅنګ وویل چې د امریکا د استخباراتي ادارې «سي آی اې» او افغان ملي امنیت ټول هغه ادعاوې او معلومات ناسم وختل چې ویل یې ملا محمد عمر مجاهد د حکومت د ړنګېدو وروسته پاکستان ته پناه یو وړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملا محمد عمر د وفات سبب همدا وو چې هغه د خپلې قابل علاج ناروغۍ لپاره هم بهرني هیواد ته د تګ لپاره اماده نه وو.

د کارپوهانو په نظر طالبان وتوانېدل چې امریکا او ورسره ایتلافي نړیوالو استخباراتو ته دوه ځله ماتې ورکړې، لومړی یې د هغه ژوند راز وساته او بیا یې تر مرګ وروسته دوه کاله د هغه نوم ژوندی وساته.

طالبانو د کال ۲۰۱۵ جولايي میاشتې په ۳۰مه نیټه (پنجشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۴ل) اعلان وکړ چې ددوی مشر نور په دې نړۍ کې نشته، خو وروسته یې څرګنده کړه چې هغه دوه کاله وړاندي (د ۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه) لا وفات شوی وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

الله تعالی دی جنتونه ور نصیب کی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د اسلامی معلوماتو له مخی : دا مهمه نه ده چه مشر ملا صاحب چیری ژوند تیرولو او چیری یی خپله سپیڅلی روح په پوره امانتداری خبل مالک او خالق ته وسپارله. ولی مهمه نه ده؟ ځکه چه : لمړی : د ټولی زمکی مالک او خالق الله ج دی، الله ج کفارو ته فرمایی که زما په زمکه کی زماپه اصولو ژوند نه تیروی ځانله بله زمکه وګوری. دوهم : مسلما نان امت واحد او کفر ملت واحد دی، امریکایان د اروبایانو سره چه جلا جلا رنګونه ، جلاجلا ژبی او جلا جلا ادیان او نژادونه لری هر… نور لوستل »

Ahmed
میلمه
Ahmed

لوئ ملا صاحېبه
الله ج
په جنت الفردوس کی اعلی مقام درکړی
دی تا په ږوند هم مئومنان وېاړی
او په مرګ دی هم مئومنان وېاړی
داسی څه دی اونکړل چی کفارو معنافقېنو او ېارانو ته ئ ده مسلمان سترګی ټيټي سی
ستا په مونږ دا لوئ احسان ده الله ج دی اجر عظېم درکړ ی
واقعاًً چی مجهاهد وی
واقعاً چی رهبر وی
واقعاً چی مخلص وی
زمونږ په زړو کی به تل ئ هېر به دی نکړو