افغانستان

ننګرهار؛ د کور چت د پرېوتو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ورښتونو له امله د يو کور چت غورځېدلی چې په نتيجه کې یې د يوې مور په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې دا پيښه نن سهار د جلال اباد ښار په غوچکو سيمه کې رامنځته شوې چې په نتيجه کې يې يوه مور او د هغې يو اته کلن ماشوم وژل شوی او درې بچيان يې نور ټپیان دي.

پيښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده چې ټپيان روغتون ته ولېږدول شول خو مور او اته مياشتني ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه.

په ټپي شويو ماشومانو کې د ټولو عمرونه له اتو کالونو څخه کم دي خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د زيانمنې شوې کورنۍ سرپرست چې په جلال اباد ښار کې لاسي کراچۍ چلوي پژواک خبري اژانس ته ویلي دي چې سهار له کوره په دې اراده وتلی و چې د باران په ورځ لاس ګاډو والا کم وي او دی به مزدوري وکړي خو په وينا يې چې ورور يې ورته تيلفون وکړ چې ميرمن دې مړه شوې ده او کور ته راشه.

هغه وايي چې کورونه يې ډېر خراب دي او حکومت يې د جوړولو اجازه نه ورکوي نو ځکه دا ډول پيښې رامنځته کيږي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال د نورو کلونو په نسبت په افغانستان کې ورښتونه زيات شوي دی چې له امله په بيلابيلو ولایتونو کې سيلابونه هم راوتلي دي چې خلک يې زيانمن کړي دي.

تيره اوونۍ د کندهار، هلمند، ارزګان او ځينې نورو ولايتونو په شمول ګڼ شمير خلکو د سيلابونو له امله خپل ژوند او کورونه له لاسه ورکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x