
کوټه: په چاودنه کې څلور پولیس ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په پلازمینه کوټه کې نن د دوشنبې په ورځ ماښام د «تروریزم پر ضد» پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه ټپيان شوي دي.
چاودنه د کوټې په میان غونډۍ سیمه کې را منځته شوې او د ډي آی جي عبدالرزاق چیمه په وینا هدف د «کاونټر ټروریزم ډیپارټمنټ» عسکرو موټر وو.
د پولیسو په وینا چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه، او هغه وخت وچاودېدل کله چې د عسکرو موټر ور نیژدې شو، چې له امله یې موټر زیانمن او څلور تنه عسکر ټپيان شول.
د ټپيانو په اړه ویل شوي چې روغتون ته رسول شوي خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکول شوي.