نړۍ

بغداد: په چاودنه کې د امریکايي فوځ 4 سرتیري وژل شوي دي

Iraq_War

نن ټکی آسیا: نن د چار شنبې په ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د یوه څړک د غاړي په چاودنه کې 4 امریکايي فوجیان ووژل شوه..

پېښه چې نن غرمه د بغداد ښار په منځ کې د باب المعظم په سیمه کې را منځته شوې، د عیني شاهدانو له قوله ویل سوي چې د څلورو امریکايي عسکرو بدنونه بیخي د اور له وجې کباب سوي او ډېر بد سوځلي وه.

عیني شاهدانو نور ویلي چې امریکایانو د پيښي وروسته دغه سیمه کلابنده کړې او څوک نه پریږدي چې سیمي ته ورسي او یا د سیمي څخه ووزي، او داچې امریکایانو یو عراقي وګړی هم نیولی، دغه عراقي چې د پيښي ځای ته نیژدې وو، او په خپله کېمره یې عکاسي کوله، د امریکایانو له خوا په دې تور نیول سوی چې کیدای سی د وسلوالو لپاره یې کار کاوه.

د بلي خوا په ورته پيښو کې نن د بغداد په نورو سیمو کې هم 3 کسه وژل شوي چې یو یې لوړ رتبه فوځي دی، او 7 نور ټپیان شوي، چې په هغو کې هم اکثره امنتي چارواکي دي..

د یو بل خبر له مخي ویل سوي دي چې د عراقي اربکیانو د یوه مشر ښځه او یوه ماشومه لور هغه وخت ووژل شوه کله چې نامعلومو کسانو ددوی کور ته لاسي بمونه ور ګوزار کړه، او دی خپله سخت ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x