کابل کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په پلازمینه کابل کې یوې مدني ټولنې د بین الافغاني سولې په ملاتړ او جګړې پر خلاف لاریون وکړ.

په لاریون کې ګډونوالو داسي سپین کفنونه اغوستي چې په وینو لړلي دي. دوی په خپلو شعارونو کې د ګاونډیو هیوادونو، سیمه ییز قوتونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه لرل چې په افغانستان کې د سولې لپاره دي په ګډه کار وکړي.