افغانستان

منظور پښتون: افغانان دې د ولسي وګړو د وژنو په غبرګون غږ پورته کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په لومړي ځل په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنه غبرګون ښودلی دی او په افغانانو يې غږ کړی دی چې د ملکي وګړو وژنې په خلاف غږ پورته کړي.

منظور پښتون په خپله فيسبوک پاڼه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په رخه سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د اتو تنو ولسي وګړو د وژنې يادونه کړې ده او زياته کړې يې ده چې د ګډو ځواکونو په بريدونو کې د ولسي وګړو وژنه غندي او په وړاندي يې مزاحمت کوي.

نوموړي په دغه پيغام کې چې په پښتو او اردو ژبو يې خپور کړی دی ويلي دي چې په افغانستان کې د ملکی وګړو د وژنې په اړه به د روانې ميلادي مياشتې په ديارلسمه نېټه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې لاريون هم وکړي.

منظور پښتون په افغانستان کې له خپلو پلويانو غوښتي دي چې د مارچ په ديارلسمه نېټه دې د ارمان لوڼي د څلويښتۍ په اړه جوړېدونکو غونډو کې دې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو په خلاف هم غږ پورته کړل شي.

منظور پښتون چې د تير ميلادي کال په جنورۍ کې په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو ترلاسه کولو په موخه راپورته شوی دی ګڼ شمير پلويان يې پيدا کړي دي او د پاکستان له حکومت څخه د خپلو تري تم شويو او وژل شويو پښتنو پوښتنه کوي.

د نوموړي له راپورته کېدو وروسته په افغانستان کې هم د هغه ګڼ پلويان پيدا شول او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ يې په د پلازمينې کابل په ګډون ډېرو ولايتونو کې مظاهرې وکړې، د هغه د ځانګړې سرې خولۍ تقليد د عامو افغانانو سربيره ان تر اشرف غني پورې د افغانستان لوړ پوړو چارواکو وکړ او له هغه څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ګډ حکومت مشر د تيرې فرورۍ په شپږمه نېټه په يو ټويټ کې د خپلو حقوقو له پاره د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې وستايلې او ويلي يې وو چې دوی له سوله ييزې لارې غواړي د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره مبارزه وکړي؛ خو د پاکستان حکومت د غني په دې دريځ نيوکه وکړه او دا يې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله.

تر اوسه معلومه نه ده چې د منظور پښتون دې تازه غږ ته به افغانستان ميشتي پلويان څه ډول ځواب ووايي او د نوموړي په غوښتنه به په افغانستان کې د ملکی وګړو د وژنې په غبرګون څوک غږ پورته کړي او که نه ؟

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو په چاپو او هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو تلفات زيات شوي دي خو حکومت يې په اړه څه نه وايي او د ملکي وګړو د وژنو په وخت کې هم د حکومت پلويان د حکومت د ملاتړ او د ولسي وګړو په وژنو د سترګو پټولو دريځ نيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

اوس به نو اشرف غنی په خپله لکئ خولې و لګوي

هارون

د بیګناه خلکو وژنه جنایت دی او هر څوک چې دا عمل ترسره کوي ځای یې جهنم دی. انشاالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x