د ملا محمد عمر مجاهد د وروستیو کلونو د اوسیدا ځای انځورونه نشر شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه اطاق انځورونه د رسنیو سره شریک کړل چې د دغې ډلې بنسټ ګر مشر ملا محمد عمر مجاهد په کښي د خپل ژوند وروستي شاوخوا اوه نیم کاله تیر کړي وه.نن ټکی اسیا ته کره سرچینو ویلي چې د ملا محمد عمر مجاهد دغه میشت ځای د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې موقعیت لري، چېرې چې نوموړي د ژوند وروستي ۱۳ کاله تیر کړي وو.

طالب ویاند له خپرو شویو نځورونو سره رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي: هغه اطاق چې مرحوم امیرالمؤمنین په کې اوسیده. ملا صاحب له دې کوچني اطاق څخه اسلامي امارت رهبري کړ او د وفات تر وخته همدلته و. دلته به ملاصاحب لمر ته کیناست همدلته یو کوچنی چمن اودګلانو بوټي وو. په دې اړه نور معلومات به په یوه کتاب کې به کره او مستند ډول خپاره شي.

انځورونه دوه دي، د اطاق بهر او دننه دواړه اړخونه ښودل شوي او پر سر یې په کوچني خط لیکل شوي چې په دغه اطاق کې ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند وروستي اوه کلونه او پنځه میاشتې تیري کړې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د کال ۲۰۱۵ جولايي میاشتې په ۳۰مه نیټه (پنجشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۴ل) اعلان وکړ چې ددوی مشر نور په دې نړۍ کې نشته، خو وروسته یې څرګنده کړه چې هغه تر اعلان شوي نیټې دوه کاله وړاندي (د ۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه) لا وفات شوی وو.

باید وویل شي چې یوې هالنډۍ ژورنالیستي تر پنځه کلنې څیړنې وروسته د ملامحمد عمر مجاهد پر ژوند یو کتاب لیکلی چې یوه برخه یې تېره ورځ امریکايي رسنیو نشر کړه. چې په کښي ویل شوي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد افغانستان ته د امریکایانو له راتګ وروسته د ژوند تر پایه په خپل هیواد کې دننه پاتې شوی.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

ولی طالبان تر دوه کالو د خپل مشر د مړینی نه ناخبره ول؟ د جهاد امر جا کاوو؟ ملا صیب چی خپل کور کی اوسیده ایا چا یی شیطانی نکوله چی سړی دلته پټ دی؟ دا څنګه امکان لر ی چی ټول طالبان به په تیښته کی وی او لوی ملا په خپل کور کی د ژوند تر آخره په امن کی پاتی ژوند تریوي؟ د دی سوالونو ځواب راکړی تر څو خلګ هم پوه شی خو په منطقی او علمی توګه نه دا چی ووایی ملاصیب کله کله په سترګو هم نه لیدل کیده. والسلام

حکیمي
میلمه
حکیمي

ریښتیاهم چي غلامي ډیر مړسترګتوب غواړي لونګه داهیڅ چاهم ندي ویلي چي په خپل کورکې اوسېده نه یی عقل مني
خبره داده چي په زابل ولایت کې دیوبل چا په کورکې اوسېدلی ده او خپله خومعلومه خبره ده چي دزابل اوسیدونکی نه وو
بس هریو قلم راواخلي څه ولیکي شررررررم په کارده

لونګ
میلمه
لونګ

اول خو پاسنی مطلب ټول ووایه بیا داسی خبری وکړه. دوم: ستا ځواب منطقی ندی. څنګه کیدای شی داسی لوی سړی له امریکایانو څخه پټ پاتی شی چی په سر یی لس میلیونه جایزه هم ایښی وو. ###

امین صافی
میلمه
امین صافی

ملامحمد عمرمجاهد (رح) یو رشتینی مجاهد ، افغان او قهرمان ؤ خو دانور چی ځانته طالب وایی صرف او صرف په ږیره او لونګی خلک تیرباسی

مسافر
میلمه
مسافر

والله کی خو په هیڅ چاومنی، هسی ښکاری چی پکیان نورطالبان نشی ساتلی نوغواړی چی داځلی په یوه ابرومنده معامله کی په امریکا پول سیاه کړی خو په عین حال کی باید شخصیت ورته جوړکړی ترڅوچی خپلی راتلونکی ګټی په خپلو پخوانیو تالی څټو خوندی کړی. چی دپکیانو امر نه ووولی طالبان مذاکراتو ته نه حاضریدل؟ ####

رامین صافی
میلمه
رامین صافی

وقعا که ملامحمدعمرمجاهد‌(رح)یکی از بزرگترین مجاهد جهان اسلام بود و کارنامه های شجاع این ابر مرد جهان اسلام را باید با خط های زرین طلا نوشت .
مردم مجاهد پرور افغانستان باید راه این بزرگ مرد را الگو خویش قرار بدهند و آرمان هایش را برآورده سازند .

MHA
میلمه
MHA

Many Taliban fighters and their families are living inside Afghanistan because the government has no control on more than 50% of the country.The military people can not get to those areas which are in the hands of talibans. so it is very much possible that Mula Omar has been living inside Afghanistan