زین الدین زیدان مخکې د همدې کلب لوبغاړی هم پاتې شوی

«زين الدين زيدان» يو وار بيا د ريال مدريد روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): د اسپانيا مشهور کلب ريال مدريد لوبډله چې په ۲۰۱۸/۱۹ پړاو سياليو کې له يو شمېر ستونزو سره مخ شوه، يو وار بيا د ريال مدريد لوبډلې مشر په غوښتنه زين الدين زيدان خپل روزونکی وټاکه.

فرانسوی مسلمان مشر روزونکی زين الدين زيدان چې تېر درې کاله د ريال مدريد مشر روزونکی پاتې شو او دغې لوبډلې ته يې درې پرلپسې د اروپا اتلانو ليګ جامونه ګټلي وو له ۹ مياشتو وروسته بيا راستون شو.

ريال مدريد لوبډلې د نوي روزونکي سنتياګو سولاري تړون ختم کړ او پر ځای يې د زين الدين زيدان سره سمدلاسه تر راتلونکو درې کالونو يعنې تر ۲۰۲۲م کال جون مياشتې پورې نوی تړون لاسليک کړ.

ريال مدريد لوبډله که څه هم پخوا په کريسټيانو رونالډو او زين الدين زيدان تکيه وه، خو اوس رونالډو دغه لوبډله پريښې او د ايټالوي کلب يوونتوس لوبډلې سره يوځای شوی دی، چې د زيدان راتګ به د رونالډو په نه شتون کې څومره مثبت اغيز ولري؟

په لالیګا اسپانوي کلب کې د برسلونا لوبډلې لخوا په الکلاسيکو سياليو کې د پرلپسې ماتو او د اروپا اتلانو ليګ څخه له بهر کېدو وروسته ريال مدريد لوبډله اړ شوه خپل پخوانی روزونکی يو وار بيا وټاکي.

اوسمهال ريال ميدريد لوبډله په اسپانوي ليګ لاليګا کې ۲۷ سيالۍ ترسره کړي چې ۸ يې بايللي، ۳ مساوي شوي او ۱۶ کې يې بريا خپله کړې، چې له برسلونا او اتلاتيکو مدريد لوبډلو څخه وروسته دريم مقام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د