افغانستان

هلمند: په چاودنه کې د طالبانو «مخالف» خبریال ټپي شوی / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو خبریال «نثار احمد احمدي» د چسپکي ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

پيښه نن د سه شنبې په ورځ پر اته بجې د لښکرګاه په «کارته لګن» سیمه کې را منځته شوې، تر اوسه معلومه نه ده چې د نوموړي روغتیايي وضعیت به څرنګه وي، خو په هغو انځورونو کې چې پر ټولنیزو پاڼو نشر شوي، په کښي د نثار احمد احمدي موټر د اور په لمبو کې سوځي.

نثار احمد احمدي په هلمند کې د سباوون په نامه محلي تلویزون سره کار کوي، خو نوموړی په فیسبوک کې د طالبانو پر خلاف فعالیت باندي شهرت تر لاسه کړی.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین دغه برید غندلی او دا یې د بیان پر ازادي برید بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوشکیب

ډیرښه کار شوی دا دخبریال په جامه کي خادی وو

امین صافی

ددی خبر نشر ته خو کومه اړتیانه وه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x