هند پر پاکستان اوبه بندې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): په دې وروستیو اونیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د را ولاړ شوي تشنج په ترڅ کې هند پر پاکستان د (ستلج، راوي او بياس) په نوم د دریو سيندونو اوبه بندې کړي دي.

د هند د اوبو او بریښنا وزارت مرستيال ارجن رام ميګهوال د پاکستان له پولي سره په پرته سيمه راجستان کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «هند د درو ختیځو سيندونو ۰،۳۵ ميليون هيکتار فټه اوبه پاکستان ته له بهيدو ايساري کړي دي او په وینا یې دا اوبه به اوس په هند کې زيرمه کيږي.» هغه زياته کړه: «کله چې راجستان او هندي پنجاب کې اوبو ته اړتيا پيدا کيږي؛ نو له دې اوبو څخه به د څښاک او اوبه خور له پاره کار اخيستل کيږي.»

هند ويلي، دا ګام یې د ۱۹۶۰م کال د اوبو د تړون څخه سرغړونه نه بلله کیږې، ځکه د کومو دریو سيندونو اوبه چې اوس راګرځول شوې؛ دا هغه دي چې د تړون له مخې یې هند ته د اوبو کارولو حق ورکول شوی.

باید وویل شي چې د فرورۍ مياشتي پر۱۴ نيټه د کشمير په پلوامه سيمه کې تر بريد وورسته چې د هند ۴۰ نیمه پوځيان پکښې ووژل شول، د هند د اوبو وزير (نيتن ګډکري) اعلان وکړ چې پريکړه یې کړې ده چې په هغو سيندونو کې چې د سند د اوبو تړون پرې صدق کوي، د خپلې برخې اوبه پاکستان ته نه پرېږدي.

د هند او پاکستان ترمنځ د۱۹۶۰م کال د سند اوبو تړون له مخې د لويدیځو سيندونو يعني سند، جهلم او چناب اوبو د استعمال حق پاکستان ته سپارل شوی وو او د ختیځو سيندونو يعني ستلج، راوي او بياس اوبه به په هند کې کارول کيږي.

هند له دې سيندونو۹۵ سلنه اوبه کاروي په داسې حال کې چې له تيرو ديرشو کالونو راهيسې یې يوازي ۵ سلنه اوبه د پاکستان پر لور بهيږي.

د هند د اوبو وزیر نیتن ګډکري

تيره مياشت د هند د اوبو وزير نتن گډکري په خپل ټويټي پېغام کې وویل: «د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په مشرتوب زموږ حکومت پريکړه کړې، چې پاکستان ته به زموږ د برخې اوبو د بهيدو مخه ونيوله شي، موږ به د دې اوبو مسير ته تغير ورکړو او دا به په جمو او کشمير ايالت او همدا راز د هند د پنجاب اوسيدونکو ته ورسوو.»

خو بلخوا پاکستان لا له وړاندي خبرداری ورکړی، چې که هند له دې تړونه بيل شو، نو دې ګام ته به یې د «جګړې د ګام» په سترګه وکتل شي. او نړیوالې محکمې ته به یې په اړه شکایت وکړي.

هندي کارپوهان په دې باور دي چې د نوي ډيلي دا پريکړه ښايي اوږدمهاله ناوړه اغیزي ولري او هند به د نړيوالو له سخت مخالفت سره مخ کړای شي. همداراز د هند دا ډول پريکړه به یې يو بل ګاونډی چين هم ناراضه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اورتور
میلمه
اورتور

یاره ، دا خو داسی لیکنه ده لکه د ISI خواخوږی چی کړې وی.

لونګ
میلمه
لونګ

بهترین کار وشو. چی افغانستان یی هم پری بندی کړی یله چی سړی شی.