د فیسبوک مشر: د پیغام استولو لړۍ باوري کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۷ل): د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ اعلان کړی چې د پیغام استولو لړۍ کې به د باور، امنیت او راز ساتنې اصول عملي کیږي او ددې په اړه یې حتمي پریکړه کړې ده.

د نړیوال خبري اژانس راپور سره سم د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ په تازه وینا کې اعلان کړی چې د پیغامونو استولو لړۍ ته داسې نوي خدمات چمتو کوي چیرته چې کاروونکي وکولای شي هر ډوله پیغام په پوره باور او اعتماد سره واستوي او دوی به هیڅ ډوله تشویش سره نه مخ کیږي.

زوکربرګ زیاته کړې چې «مونږ غواړو هر کاروونکي ته دا باور ورکړو چې ددوی پیغامونه نه دا چې محفوظ شي بلکې د یوه ځانګړې مودې وروسته به په اتومات ډول حذف هم شي»، په دې سره به د پیغامونو د غلا مخه ونېول شي.

د فیسبوک باني چې فیسبوک، واټساپ او انسټګرام ټولنیزې رسنۍ یې تر ملکیت لاندې دي ویلي چې د پیغامونو خدمتونه جوړوونکی (هغه کس چې پيغامونه تر کنترول لاندې لري) او نه هم کوم دریم کس وړتیا ولري چې دغه پیغامونه ولولي، او کاروونکي ته به دا ځانګړتیا ورکړل شي چې په اتومات ډول چې هر وخت وغواړي خپل پیغامونه حذفولی شي.

په دغه نوې امنیتي ځانګړتیاو کې د چا (چاټس «خبرې اترې» نه لوستل کیدل هغه که د فیسبوک مشرانو لخوا هم وی، پيغامونه د ځانګړې مودې وروسته په اتومات ډول حذفیدل او د معلوماتو ساتل- شامل دي.

یاده دې وي چې فیسبوک وروسته له هغې دغه کارونه ترسره کوي چې په تېره نږدې کې پرې د معلوماتو د غلا کېدلو تورونه پورې شوي وو او په دې اړه پرې نغدې جریمه هم لګیدلې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د