افغانستان

کابل؛ د يوولسو امنيتي حوزو مسؤلين له دندو ګوښه شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د کابل ښار د بيلابيلو حوزو اوسېدونکو د ناامنۍ له امله شکایتونه وکړل تازه د يوولسو امنيتي حوزو مسؤلين له دندو ګوښه او پر ځای يې نوي کسان ګومارل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين خوشال سادات وايي چې دا اقدام يې د ځينې مسؤلينو د غفلت او په کابل ښار کې د ناامنيو د زياتېدو له امله پورته کړی دی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د غوره مديريت او د خلکو د خونديتوب له پاره يې د کابل ښار د يوولسو امنيتي حوزو مسؤلين له دندو لرې کړي دي او پر ځای يې نور ګمارلي دي.

هغه ويلي، له دې وروسته به په ښار کې امنيت ښه شي او د جرمونو کچه به راټيټه شي.

نوموړي نويو ټاکل شويو مسؤلينو ته په اشارې ويلي، دوی درې میاشتې وخت لري که په دريو مياشتو کې په خپلو دندو کې پاتې راغلل نو له دندو به ګوښه کړل شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې، غلا، انسان تښتونه او بيلابيل جرمونه زيات شوي دي چې د کابل ښار اوسېدونکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x