ورزش

د پي ايس ايل لومړی پړاو سيالۍ او د لاهور وروستی مقام

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ لومړی پړاو پای ته ورسيد چې د تېر په څېر يو وار بيا د لاهور قلندرز لوبډله د جدول په پای کې ځای لري.

د پي اسي ايل وروستۍ اته سيالۍ په پاکستان کې ترسره کيږي چې څلور سيالۍ ترسره شوي او څلور نورې چې پلی آف سيالۍ دې له دې وروسته ترسره کيږي.

هغه څلور لوبډلې چې پلی آف يا په اصطلاح نيمه پايلوبو ته يې لار موندلې ده، د پشاور زلمي (لومړی مقام)، کويټه ګلډيټرز (دويم)، اسلام اباد يونايټډ (دريم) او کراچي کينګز (څلورم) لوبډلې دي، ملتان سلطانز او لاهور لوبډلې له يادې سياليو څخه بهر شوي.

دا پرلپسې څلورم وار دی چې د لاهور قلندرز لوبډله د جدول وروستی مقام خپلوي، د يادې لوبډلې مالک رانا فواد وايي چې په زياتو ماتو خوړلو نور ستړی شوی دی او نه پوهيږي څه وکړي.

په پلی آف پړاو کې به لومړۍ دوه لوبډلې (پشاور د کويټې) پر وړاندې په ۱۳ مارچ مخامخ کيږي، چې ګټونکې لوبډله به پايلوبې ته وځي، او ماتې خوړونکې لوبډله به د ايليمنيټر سيالۍ ګټونکې لوبډلې سره بله لوبه کوي.

په ايليمنيټر سيالۍ کې به د اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې په ۱۴ مارچ مخامخ کيږي چې ګټونکې لوبډله به د پايلوبې پرځای د کواليفاير ماتې خوړونکې لوبډلې سره مخامخ کيږي، د ياد ليګ پايلوبه به د مارچ مياشتې په ۱۷مه نېټه په کراچۍ کې ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x