عبدالله: چې جګړه نه وي، بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، که په هېواد کې سوله راشي، نو په وینا يې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته به اړتیا نه وي.

هغه د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، دا چې طالبانو بهرنیانو ته دلته د «تروریستانو» د نه شتون ټینګار کړی، په خبره يې دی دا خبره نه مني او دلته بهرني اسلامي جنګیالي موجود دي.

اجراییه رییس وايي د کرارۍ تر راتګه د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل حتمي دي، خو که امنیت راشي بیا يې اړتیا نشته.

په ورته وخت کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد بیا مني چې لا يې هم پښې سستې دي او په خبره يې تر څو چې پر خپلو پښو ونه درېږو، بهرني ځواکونه باید تګ ته پرې نه ښودل شي.

هغه د فهیم په نوم اکاډمۍ نه فارغېدونکو ځوانانو ته خبرو کې وویل، د بهرنيو ځواکونو موجودیت یوه اړتیا ده او موږ يې سختې مرستې ته اړتیا لرو.

په همدې وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې طالبان د سولې له روانې پروسې تبلیغاتي ګټه اخلي او یو فرصت يې نه بولي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د اجنډا له مخې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د افغان خاورې پردي استعمال اړوند خبرې نږدې دوه اوونۍ په پوره کېدو دي.

بې بې سې لیکي، پرون دوشنبه وضعیت جدي ښکارېده او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو خونې ته څېرمه ټلیفوني اړیکه ډېره نیوله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا زنچو او دا بل خسى شوى دى په دى پوه وى چى د همدى مخلصو مجاهدينو زور به دا غاصب كفار و ديته مجبوره كرى چى ميدان زمريانو ته خوشى كرى .