څېړنه: په نظامي لیکو کې اتیا سلنه مېرمنې له جنسي ځور سره مخ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د پیک ریپورټز، په نوم رسنۍ د حکومت په نظامي لیکو کې له څېړنې وروسته ویلي، چې دې لیکو کې خورا لوړه کچه جنسي ځورونې موجودې دي.

د سرچینې په وینا په نظامي لیکو کې بوختې مېرمنې يې په بدخشان، هرات، کابل او کندوز کې پوښتلې، چې د اردو، پولیسو او بېلابېلو برخو کې پر دندو بوختې دي، د دوی له ډلې اتیا سلنه مېرمنو ورته ویلي چې له سخت فزیکي جنسي ځور سره مخ دي.

د سرچینې په وینا په دې جنسي ځور کې چې بېلابېل ډولونه يې موجود دي، ځورېدلې مېرمنې د وظیفې له لاسه ورکولو او دا چې شکایت به يې څوک وانه وري، له امله شکایت ته زړه نه دی کړی.

سپوتنیک، د وږمې فروغ په حواله چې د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتي مرکز مشره او تر هغه وړاندې په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې د جندر او بشري حقونو د مرستیالې په توګه پاتې شوې، وايي چې سخت ځور يې لیدلی خو د شکایت زړه يې نه دی کړی.

هغې ویلي، له جنسي ځورونې يې ځکه شکایت نه شوای کولی، چې عاملین يې زورور خلک اوپه وینا يې حتی د دفاع وزارت رهبري يې هم پر وړاندې د ګام اخیستو جرئت نه شوای کولی.

د څېړنې ترسره کوونکي ادرس لیکلي، د جنسي تېري یوې قرباني مېرمنې چې د ملي اردو لیکو کې کار کوي ورته ویلي، چې که شکایت وکړي، بدنامي هم ورسره تړلې او وظیفه به هم له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې د دې معاش يې د اولادونو ډوډۍ برابروي.

د سرچینې په وینا نږدې ۴۰ سلنه مېرمنو ورته ویلي چې د کورنۍ یوازینۍ مالي مرسته کوونکي دي او نه غواړي چې په هر قیمت خپله دنده له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ښځو د نړۍوالې ورځې په پلمه حکومتي سرچینو، اشرف غني او د هغه مېرمنې په حکومت او په تېره بیا نظامي لیکو کې د مېرمنو برخه «لویه لاسته راوړنه» وبلله.

د دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی روان کال کې د پولیسو په لیکو کې د جنسي ځور اته قضيې تر لاسه کړي، خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، دوی ته په دې تړاو هیڅ قضیه نه ده ور رسېدلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

هغه چی په راضی وی د هغو شمار به لا سومره وی

خان
میلمه
خان

اسلام علیکم
اول خو باید ووایم چه د نامحرم ښځی سره حتی خبری حرامی دی
زه یوه پوښتنه لرم: ایا جنسی ځور په اسلام کی شته او کنه؟ زما په نظر دا دکفارو له خوا جوړ شوی یو قانون ده او هیڅ اساس په اسلام کی نلری.

که کوم ورور معلومات لری نو لطفا زما پوښتنه ځواب کړی ډیره مننه

جميل
میلمه
جميل

هغه مردار خوره عسكر او پوليس چى د خرو نه هم دريغ نه كوى دوى به سنگه پريژدى .
دوى هم په دى پوه دى چى كه عسكرى او پوليسو ته داخل شو دا به منو .
بيشرفه منافق غنى او كافرى ميرمن ته يى دا د ديموكراسى لاسته راورنى دى .
الهى ددى زوريدلى ولس پت او عزت ور وساته .