
غزني؛ شلګر کې د سپرلۍ پر موټر بمبار درنه مرګژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو ولسوالیو کې هوايي برید کې د ملکي وګړو یو موټر په نښه شو، چې نږدې ۱۵ تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
ځايي سرچینې وايي، دغه ټونیس ډوله موټر نن سهار مهال د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ د برید ښکار شو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پکې نهه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سرچینو په وینا ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه ګڼ کسان چې د بمبار کړل شوي موټر د ټپي سپرلیو لېږد ته را ټول شول، په دویم ځلي برید کې په نښه شول.
د غزني ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو طالبانو دا پېښه جنایت بللې او ویلي يې دي چې هوايي برید بهرنیو ځواکونو کړی دی.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې هم هوايي برید او شپنیو ځکمنیو عملیاتو ګڼو مېرمنو او ماشومانو ته مرګژوبله واړوله.
د شنونکو په باور ملکي تلفات د دولت له لوري د یو فشار په ډول کارېږي او هڅه کوي چې د سولې روانه پروسه کې له ګوښهتوب وژغورل شي او پام ورته وشي، خو برعکس يې د ولس او دولت تر منځ شته باور هم له منځه وړی دی.
انالله و انا اليه راجعون
چيرى ياست هوووو د كفارو كرايه شويو منافقو ليكوالانو ! د بادار ظلمونو ته مو پرتوگ ورواغوندى .