هند کې د مسلمانانو دوه سوه کورونه سوځول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د هند اترپردېش ایالت په میرټ ښار کې د ناقانونه اباديو د ويجاړولو په نوم عملياتو کې د سیمې دوه سوه کورونه سوځول شوي، چې  ډېری يې د مسلمانانو دي.

هندي رسنۍ وايي، پوليسو د يادو کورونو د ويجاړولو هڅه کوله، چې پاريدلو لاريونوالو يې د مخنيوي په موخه پر پوليسو د ډبرو ګزارونه وکړل او د اخ و وډب پر مهال پولیسو د سيمې دوه سوه کورونه وسوځول، چې ډېری يې د مسلمانانو دي.

له پېښې وروسته پوليسو لسګونه مسلمانان نيولي دي.

ځايي چارواکي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او د سوځول شوو کورونو څښتانو ويلي، چې په دغو کورونو کې يې ټول مالونه او اړين توکي هم سوځېدلي دي.

د هند «يونين جرنيلزم» ويب پاڼې ليکلي،  چې په دغه پېښه کې يو جومات هم سوځول شوی دی.

د سيمې اغېزمن شوو مسلمانانو د کورونو سوځولو پړه پر پوليسو اچولې او دا کار يې د هغوی له لوري د کرکې او نفرت خپرولو هڅه بللې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

زه اوس نه پوهیږم چې غني منافق به مودي منافق ته څه وایې !! او دبشر حقوق چیر ته دي !

جميل
میلمه
جميل

الله(ج) دى د دوى وزله وكرى .
د كفارو او د اسلامى دولتونو كفارو ته تسليم منافق مشران دى پدى پوه شى چى كوم ظلمونه او وحشتونه چى نن پر مسلمانانو روان دى او په اورو كى سوزول كيژى دا اورونه به هرومرو دوى پخپله هم وسوزوى ان شاءالله

لونګ
میلمه
لونګ

ډیری دا اورونه خپله همدغو مسلمانان ځانو تو بل کړی. کچیری طالبان سړی شی حکومت سره روغه جوړه وکړی بیا نو د امریکایانو څه ضرورت دی همدا طالبان سبب د دی شوی چی امریکایان دلته ووسي.

لونګ
میلمه
لونګ

بهترین کار شوی. تر هغو چی دوی یو بل سره خوری همداسی دی ټول تباه شی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

یانې بهترین کار شوی چې مسلمانان یانې د انسانانو کورونه یې سوځولي دي ؟؟ نالت په داسې فکر او ذات چې هغه دمسلمانانو په وژلو او دانسانانو په وژلو خوشالي کوي داسې یوه انګیزه حیواني ده نه انساني !!

لونګ
میلمه
لونګ

باکل موافق یم. زما دری ملګری چی جمعی ته روان ول ستاسو په انتخاری کی ووژل شول. نه د حکومت کسان ول، او نه یی حکومت سره کار کاوه. آیا تاسو د برما د مسلمانان په سوځولو کله هم چغه پوره ته کړی ده؟ کله مو هم ویلی چی ولی جوماتونه د مسلمانانو په وینی رنګه وی؟ په الله قسم چی د مسلمانانو لپاره په هر لمانځه کی دعا کوم. خو هغه څوک چی ځان ته مسلمان وایی او نورو ته د کفر په سترګه ګوری هغه فکر چی خپله کافر دی. مسلمان باید تر ټولو قوی صحت ولری، تر… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

أنشالله خودت وهمنضرانت تباه ميشويد، أنشالله كه آه و نالهء مسلمانان شمارا در دنيا و آخرت تباه و رو سياه خواهد كرد، و يك گپ برايت بزنم كه اگر خودت براى مودى و هم نضرانش به رسم سجده پاه هايشان را هم بؤسه كنى برايت اهميت يك س… ولگرد را هم قائل نخواهند شد تا وقتى كه مقصد مودى و هم رديفانش براورده شود،

لونګ
میلمه
لونګ

برادر: اول لعنت به مودی. من خودت را بد و زشت نمیګویم بخاطریکه من مسلمان هستم. ګاهی فکر کردی چرا مسلمانان اینقدر غریب و بدبخت هستند؟ علت آن باید پیدا شود. بګذار که این همه مسلمانان بدبخت بمیرند که از حقوق شان دفاع کرده نمیتواند. مثل شما انتحاری کنند چی میګی به این ګپ مه؟ فقط دعا کن که خداوند کسی را پیدا کند که این همه کسانیکه نام اسلام را در دنیا بد کرده و ما را بنام تروریست در هر ګوشه دنیا معرقی نموده همین ها را تباه بسازد. باز کسی باشد که اسلام را بطرفی نیک بختی… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

هغه څه کوئ، په شمالي او جنوبې وزیرستان کې چې هغه جنایتونه د پښتنو په ضد شوي د هغوی غم ولې نه خورئ. په هندوستان کې ۱۹۰ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او هغوی کولی شي د ځان چاره وکړي. ځکه خو ډېر پردیپالي یو. کله په کشمیر کې ګوتې وهو، کله په فلسطین کې او کله هم په هندوستان او نورو ځایونو کې. یو خو مو د ځانونو نه د اسلام ټېکه داران جوړ کړي. خپل غم وخورئ، ځان جوړ کړئ بیا کېدای شي د نورو سره قانوني مرسته وکړئ.