صلاح الدين رباني: طالبانو سره مذاکرات سولې ته د رسېدو يوازېنۍ لار ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني وايي، چې د  افغانستان بحران د پای ته رسولو يوازينۍ لاره له طالبانو سره مذاکرات دي.

ښاغلي رباني په  کابل کې د المان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس سره د خبرو بر مهال ټينګار کړی، چې د افغانستان د معضلې يوازينۍ حل له طالبانو سره مخامخ خبرې دي او طالبان هم بايد له افغان حکومت سره خبرو ته کيني.

نوموړي خپل الماني سيال سره د خبرو پر مهال وويل، چې د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو هڅو ته درناوی لري او ټينګار یې کړی، چې کومو خبرو کې افغان حکومت ګډونوال نه وي، پایله به يې کابل ته د منلو  وړ نه وي.

د المان د بهرنيو چارو وزير هم د سولې په برخه کې د خپلې همکارۍ وړانديز کړی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې چمتو دی د سولې په اړه د افغانانو ترمنځ د بن بله ناسته راوبولي.

د المان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ويلي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو د افغانستان روانه جګړه له سوله ييزې لارې حل و فصل شي.