افغانستان

طالبانو څلورو ولايتونو کې يوه قرار ګاه او پنځه پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو په يوه شپه کې د افغانستان په څلورو بيلابيلو ولایتونو کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يوه قرار ګاه او پنځه پوستې نيولي دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په بغلان، سمنګان، فراه او بادغيس ولايتونو کې يې يوه قرارګاه او پنځه امنيتي پوستې نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې طالبانو تيره شپه د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ چهارشنبې تيپه سيمه کې په دولتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې دوه پوستې نيولي دي.

سرچينه زياتوي چې د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ مرکز ته نژدې هم په فريديه سيمه کې د دولتي ځواکونو يوه پوسته د
طالبانو له لوري نيول شوې ده او همدا راز د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ د توت چنار په سيمه کې هم يوه قررارګاه او دوه پوستې نيول شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بادغيس ولايت مقر ولسوالۍ کې مرکز ته نژدې هم د دولتي ځواکونو درې پوستې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

همدا راز مجاهد وايي چې په يادو بريدونو کې ۵۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي، ۱۲ ټپيان شوي دي او ۸ نور ژوندي نيول شوي او همدا راز نوموړی په دې بريدونو کې د ګڼ شمير سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر هم ورکوي.

نوموړی زياتوي چې په يادو بريدونو کې يو تن طالب هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

بايد وويل شي چې طالبانو د تيرو کلونو په نسبت سږ کال په ژمي کې هم خپلو بريدونو او جګړو کې زياتوالی راوستی او په امنيتي ځواکونو او پوستو يې بريدونه تيز کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه شپه هم د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي وو چې په نتيجه کې يې يو کنډک او درې پوستې نيولې او ۲۰ تنه دولتي عسکر يې هم ژوندي نيولي وو.

د طالبانو د وورستيو بريدونو په اړه تر اوسه دولتي مسؤلينو څه نه دي ويلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x