قیلوله وکړئ او فشار مو نورمال وساتئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۷ل): قيلوله د غرمې مهال تر نیم ساعت پورې خوب کولو ته ویل کیږي چې نبوي سنت هم دي، د قیلولې په اړه نږدې ټول څیړونکي یوه خوله دي چې د انسان په روغتیا کې ګټور ثابتیږي.

یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې قیلوله یا د غرمې خوب د انسان ذهني روغتیا ته بې شمېره ګټې رسوي، دماغي توازن سموي، حافظه، اعصاب او ادراک پياوړی کوي، د زړه ناروغۍ ۳۰سلنه ګواښ کموي او انسان په فزیکي ډول هم تازه ساتي.

اوس نوې څیړنې ښيي چې قیلوله کول په انسان کې د وینې فشار کچه نورمال ساتي، فشار چې په انسان کې د ناروغیو مور ګڼل کیږي د قیلولې له لارې یې کنترول ممکن دی، پوهان وایي چې له فشار څخه کړیدونکي کسان دې هرو مرو د غرمې ټاکلې اندازه خوب وکړي.

د امریکا په کارډیالوژي پوهنتون کې د پوهانو له لورې په یوې ناسته کې څرګنده شوې، هغه کسان چې قیلوله کوي د وینې فشار اندازه یې ټيټه یا په اصطلاح نورمال وي او همدا ډول له ډيرو نورو ناروغیو څخه ژغورل کیږي.

پوهانو زیاته کړه چې د قیلولې په واسطه په فشار کې له دریو څخه تر پنځه درجو کمښت راځي خو که د قیلولې سربېره درمل هم وخوړل شي دغه اندازه له پنځو څخه اوه درجو ته رسیږي، چې ټوله ورځ ساتل کیږي.

په دغه څیړنه کې له ۲۱۲ کسانو څخه چې د فشار اندازه یې په اوسط ډول ۱۲۹.۹ mm hgوه ازموینه واخیستل شوه، ددوی عمرونه په اوسط ډول ۶۲ کاله وو چې ښځې هم په کې شاملې وې، دوی ته د څو ورځو لپاره له نیم ساعت څخه تر ۵۰ دقیقو د قیلولې مشوره ورکړل شوه، په پایله کې وموندل شوه چې په فشار کچه کې یې څرګنده فرق راغلی.

له بل اړخه ویل کیږي، لکه څومره چې قیلوله د ذهني او فزیکي پیاوړتیا لپاره تر ټولو غوره عمل دی خو ځینې نورې څیړنې ښيي چې د قیلولې په بهانه په ساعتونو ساعتونو خوب کول انسان د یو شمېر ناروغیو ښکار کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د