
غزني؛ د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون باندې پولیسو ډزې کړې-انځورونه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): غزني کې پولیسو پر هغه لاریونوالو ډزې کړې چې د ملکي وګړو د بمبار په غبرګون کې د ښار لویدېځه دروازه کې را ټول شوي و.
نن سهار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې په ګوریانو سیمه کې چې د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ پرته ده، د ملکي وګړو یو ټونیس ډوله موټر هوايي برید کې په نښه کړل شو.
ځايي اوسېدونکي وايي کله چې د وژل شویو او ټپي کسانو د لېږد لپاره خلک را ټول شول، یو ځل بیا بمبار پرې وشو، چې ټول يې ۱۳ تنه وژلي او ګڼ نور ټپيان دي.
همدا شېبه سلګونو کسانو د همدې برید په غبرګون کې د غزني ښار کې لاریون کړی چې د پولیسو له ډزو سره مخ شوي دي.
غزني کې د نن ټکی اسیا خبریال وايي، خلکو د وژل شویو جسدونه په تراکتورو کې ښار ته راوړي، خو د بلخ دروازه کې چې د ښار لوېدیځه دروازه ده، د پولیسو له ډزو سره مخ شوي او لاریونوال نه پرېږدي چې ولایت مقام ته ورسېږي.
لاریونوال د حکومت ضد شعارونه ورکوي او د وژل شویو جسدونه يې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د اعتراض په ډول ايښي دي.
تر اوسه د پولیسو په ډزو کې د وژل شویو او ټپيانو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د لاریون د پاشل کېدو یادونه شوې ده.
د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې د برید پخلی کړی او دعوه يې کړې چې د سرحدي په نوم د یو تن ډلګۍ مشر په ګډون يې اتو تنو طالب سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم د کابل ـ کندهار لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه او د میدان وردګو سلګونو اوسېدونکو د ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی و.
یا غلام خالده لمړی ځل دی په سلهاوو بی ګناه او مظلوم افغانان د رازق هلکو سره په ګډه د خاورو سره خاوری کړل حتی مړی یی هم ورک دی تر دی چه طالبانو مو تشی او ډکی متیازی سره ګډی کړی امریکایانو د بل ځل بیا افغانانو د وژلو د پاره (( لکه همدا اوس په غزنی کی څه قیامت روان دی هغه غزنی چه ته خبیث پکی زیږیدلی او لوی شوی یاست ))امریکا ته راوستلی په پلاستیکو پایپونو یی د تشو او ډکو لیاره درته بیله کړه او بیا یی د افغانانو د وژلو د پاره افغانستان ته… نور لوستل »