«د دوحې خبرې ښې روانې دي، خو پايلې ته رسېدلې نه دي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې شپاړلسمې ورځې ته رسېدلې، خو لا يې هم د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان اسلامي اژانس د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې خبرې «ډېرې پېچلې» شوې، خو د دې تر څنګ دواړه لوري ژمن دي چې تر پایلې وړاندې به جزییات له رسنیو سره نه شريکوي.

سرچینې د خبرو د پرمختګ خبره هم کړې، خو ضمناً يې پر پېچلتیا هم ټینګار کړی او په رسنیو کې د دې غونډې اړوند خپرېدونکې «ګنګوسې» يې ناسمې بللې دي.

دغه سرچینه د یو لوړپوړي «طالب مقام» په حواله وايي چې دواړه لوري د ګټو تر لاسه کولو هڅې کوي خو تر اوسه لا هم کومې پایلې ته رسېدلي نه دي.

بي بي سي هم د خپل خبريال په حواله لیکي چې غونډې ته کله کله قطري چارواکي هم سر ورښکاروي او زلمی خلیلزاد د خبرو له خونې سره لیدل کېږي چې اوږدې ټلیفوني خبرې کوي.

په هغه هوټل کې چې خبرې اترې روانې دي، د نیویارک ټایمز خبریال هم د معلوماتو په لټه دی، خو پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې خبرې اوږدې شوې، له هیلو سره سره يې په اړه هیڅ معلومات نه لري.

افغان اسلامي اژانس دا اټکل هم کړی چې د ټاکل شوې اجنډا تر څنګ د تروریزم پر تعریف او «د حکومت او طالبانو» پر ممکنه خبرو هم بحث شوی دی.

دغه سرچینه زیاتوي امکان لري، زلمی خلیلزاد یو ځل کابل ته هم سر ور ښکاره کړي، خو تایید يې کومې مؤثقې سرچینې نه دی کړی.

څو ورځې وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له یو کورني تلویزون سره خبرو کې وویل، چې د غونډې اجنډا معلومه ده او پر جزییاتو ژور بحث روان دی، هغه وویل بین الافغاني خبرې مهمې او د روانې قضيې دویمي اړخ دی، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

یاره زه خو فکر کوم چې دا وړۍ به شړۍ نشي. ځکه هر لوری د خپلې خوشې سوله غواړي او که داسې نه وي نو دا خبرې به ډېر وخت ونیسي.