د ايتوپيا الوتکې نسکورېدو پېښه کې د ملګرو ملتونو ۲۱ کارکوونکي هم وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو ويلي، چې وړمه ورځ له ايتوپيا څخه د کينيا پلازمېنې نيروبي ته د تلونکې الوتکې نسکورېدو پېښه کې د ملګرو ملتونو ۲۱ کار کوونکي هم وژل شوي دي.

دغه کسان په نيروبي کې د ملګرو ملتونو کنفرانس کې د ګډون لپاره روان وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش په دغه پېښه او همدارنګه د خپلو ۲۱ کارکوونکو په وژنه خواشيني ښودلې ده.

وړمه ورځ یکشنبه د ايتوپيا هوايي شرکت ۷۳۷ بوينګ مسافر وړونکې الوتکه د ايتوپيا له اديس ابابا هوايي ډګر څخه پورته شوه او د کينيا پلازمېنې نيروبي ته څېرمه په داسې حال  کې نسکوره شوه، چې د راپورونو له مخې د ۳۵ هېوادونو ۱۵۷ مسافر  په کې سپاره وو.

په تېرو پنځو مياشتو کې دا دوهمه پېښه ده، چې د ۷۳۷ ماکس شرکت الوتکې نسکوريږي.

له دغې پېښې وروسته سنګاپور، ماليزيا او امریکا د دغه ډول الوتکو پر سفرونو بنديز لګولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د