افغانستان

د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې پای ته ورسیدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تیرو ۱۶ ورځو راهیسي روانې خبرې پای ته رسیدلي دي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي تایید کړه چې د امریکایانو سره د خبرو پنځم پړاو تر ۱۶ وروسته پای ته ورسید. خو د توافق په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

بلخوا د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال پر خپل ټویټر لیکلي چې تر ۱۶ ورځو وروسته د دواړو غاړو تر منځ نهايي توافق نه دی شوی خو لږ پرمختګ شوی او تمه ده چې د رواني میاشتې په وروستۍ برخه کې دواړه لوري یو ځل بیا سره کښيني.

د نوموړي په وینا امریکايي چارواکو ویلي چې د القاعده په شمول د نورو بهرنیو جنګالیو په اړه متن تیار شوی خو د ځواکونو د وتلو په اړه لا خبرې نهايي شوي نه دي، مزید بحث ته به اړتیا وي.

بلخوا د طلوع نیوز تلویزون پر خپل فیسبوک پاڼه په بیړني خبر کې ویلي چې د دواړو لوریو تر منځ توافق شوی دی او په د توافق متن په دوه ژبو لیکل شوی دی.

او زیاته کړې يې ده چې زلمی خلیلزاد کیدای شي د نور مشاورت لپاره واشنګټن ته ولاړ شي او د ټرمپ سره وویني.

په خبر کې راغلي چې طالبانو د القاعده په شمول د بهرنیو جنګیالیو سره د اړیکو پرې کولو او د هغوی پر وړاندي د اقدام کولو ته غاړه ایښې.

همداسي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ابتدائي توافق شوی خو د هغوی د انخلاء د نیټې او مودې په اړه پوره معلومات نسته.

طلوع ویلي چې د توافق په متن کې د بین الافغاني تفاهم او اوربند ذکر هم شوی.

بل اړخ ته د طالبانو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ د غونډې تاریخ هم تاخیر شوی، ګمان کیږي چې د راتلونکي میاشتې د لومړۍ لسیزې په پای او یا هم دوهم لسیزې په پيل کې جوړه شي.

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا هڅه وکړه چې د نشر شویو خبرونو په اړه د طالبانو نظر واخلي خو هغوی یې په اړه تر اوسه د څه ویلو څخه ډډه کوي. تېره ورځ یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته نن ورځ مهمه یاده کړې وه او ویلي وه چې کیدای شي سبا یې نتیجه مالومه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

زه به هم ووایم چی دا وړی به شړی نشی. طالبانو هم فکر وکړ چی والله دوی کوم قوت دی کله مسکو ته منډی وهه او کله نورو ځایو ته. حال دا چی ورته وګوری یو موټی خرڅ شوی د پنجابیانو غلامان دی. لدی غلامانو څخه د امریکایانو غلامان بهتره دی لږ ورسره انسانیت شته انتحاری خو نکوي. الله مو خوار کړه لا پدی جهاد چی تاسی یی کوي.

پتنګ

تاسو چې خپله د لمر په شان ښکاره غلا مي پرداسې بې ځایه تهمتونو پټه نکړۍ نور به نو څه وکړی ؟ بل شی خو ندی درته پاتې ! زنا کار کله چې خپله ګنډه او پرتوګ وتړي بیایې څوک نشي پرې اړوی چې زنا کار دی خو تاسو له زناکاره هم اړولې ده همیشه مو ګنډه خلاصه او په پنجاب یې ور تپۍ او اور اړوۍ ! خدای پاک دې تاسو ته غیرت ، عیب او میړانې درکړي چې له لونګ څخه مسلمان غیرتي لونګین جوړ شي !!

غوربندي

ستا خو همدا خواري بس ده چې في الحال پرې مبتلا يې.

هارون

د امریکایانو سره خبرې که هرڅومره سختې او پېچلې وي، د هغه نه به دافغان حکومت سره ډېرې سختې او مشکلې وي. ځکه په حکومت کې شته کړۍ د خپلو نا مشروع ګټو د خوندي کولو لپاره ډېر امتیاز غواړي او هم به ډېرې نخرې او نازونه کوي. طالبان دې دې مسئلې ډېر پام اوارزښت ورکړي چې د ملي ګټو سره به څه ډول چلند کوي. همدا مسئله به د خلکو د انده د دوی وړتیا او هېواد پالنه وټاکي او خلک به یې لازمه ننګه او ملاتړ وکړي. اسلام او مقدسات ټول په خپل ځای دي، هېڅ ډول خطر… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

که مقابل خلک یی د مسلمانی دعوی لری او بیا تاسی وایاست چه طالبان دی اسلام اسلام نه یادوی خلکو ته دوکه شکاری ، هغوی ته به دوکه شکاره چه ملحدین او د دجالی استعمار غلامان دی ،

محمد ظاهر حلیمی

په نړیواله سطحه دملل متحد امنیت شورا یومقتدر ځواګ دی چې په امنیتی لحاظ دنړی په کچه تصامیم نیسې چې له هغی جملی څخه یی یوه دامریکا متخده ایالات دی چی په اوسنی حالت کې دهیواد په ملی مسایلو ورسره طالبان بحث کوی او دنوموړی هیواد دجګړی مقابل لوری دی کوشش وشی چې دهیواد دسرنوشت په اړه داسی پریکړه او تغهد وشی چې هم دملت ملی ګټې او هم مذهبی اساسات په کی خوندې وی او په مستقبل کې دهمسایه هیوادونواو ملل متحد سره حسنه اړیکی ولرو کومه شرایط چې نن افغانانو ته میسرشوی دی پکارده چې سالمه استفاده تری… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x