افغانستان

طالبان: د امریکایانو سره پر دوه موضوعاتو «کافي» پرمختګ وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د قطر مذاکرات د پای ته رسیدو د رسمي اعلان پر مهال وویل چې د امریکایانو سره په تفصیلي بحث کې پر توافق شویو موضوعاتو کافي پرمختګ وشو.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څرنګه پرمختګ وشو خو زیاته شوي چې دواړه لوري به پر شویو پرمختګونو باندي لا «غور» کوي او له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او په راتلونکي غونډه کې به بیا بحث باندي کیږي.

دا چي امریکایانو او طالبانو دا تېر ۱۶ ورځې پر څه شي بحثونه کول، د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د مذاکراتو په دې بهیر کې په هغو دوو موضوعاتو چې د جنوري په میاشت کې توافق ور باندې شوی و تفصیلي او هر اړ خیز بحثونه وشول، هغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و، داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟ همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکا یان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟ ».

مجاهد ویلي چې د افغان حکومت سره د مذاکراتو او پر اوربند باندي هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

مجاهد همداراز د راتلونکي ناستې نیټه او ځای نه دی په نښه کړی خو ځینو سرچینو ویلي چې کیدای شي د روانې میاشتي په پای کې دواړه اړخونه یو ځل بیا سره را ټول شي.

بلخوا ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ په ۱۶ ورځنیو مذاکراتو کې د طالبانو له اړخه امریکایانو ته اطمینان ورکول شوی چې د القاعده په شمول بهرنیو ډلو ته به بیا اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان خاوره د چا په ضرر وکاروي او امریکایانو هم د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه توافق کړی خو د څرنګوالي او نیټې په اړه لا نور بحث ته اړتیا لیدل شوې.

دغو سرچینو ویلي چې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به واشنګټن ته ولاړ شي تر څو د شویو مذاکراتو په اړه ټرمپ ته معلومات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښی چاری.
پر مختګ به موږ هلته ومنو چه عملی اوربند وشی.داسی ډیری جرګی او غونډی وشوی خو بی نتیجه،
یو ځل مجاهدینو مشرانو په داخل د کعبه کی په قران شریف هم لاسونه کیښودل،خو کله چه بیرته راغلل هغه قسم یی هیر کړ،بیا یی ګیډی ته توپک سره ونیول.
ولسه،ځانونه ساتی ډلی ،ډلی مه سره ګرځی،هسی نه چه یا د طیاری هدف شو یا د ځانمرګیو.په هیڅ چا چه اعتبار ونه کړی

Karwan

غمي پښتين که ته د بشر ضد جنايتکار نه ئي، نو بيګا شپه دتاسي غلامانو او بادارانو عمليات په غزني، لوګر، کاپيسا او کندوز کي په کلکو ټکيو وغنده. تاسي ټول غله او د بشر دوښمنان ياستي. ترځه وخته به دغه ملت دوښمنه رژيم دخلکو په وژنه، وحشت اوچور ساتي. کمونستانوهم داکارکاوه او ګورو چه حال ئي څه شوه! کاروان

غمی.پښتین

کاروان صاحب سلامونه او ښی چاری. زه د هغه انسان مخ ته لاړی توو کوم .چه توپک اخلی بل انسان وژنی.زه د هر قاتل مخالف یم. قاتل که دولتی وی.که اشرف غنی وی.که طالیب که مولوی وی طالیب هم د قتل لایسنس نه لری، زه په دا عقیده یم چه ژوند اخستل د الله ج کار دی، هیڅ څوک دا حق نه لری چه څوک د چا ژوند واخلی.زه هر هغه عملیات په کلکو ټکو غندم چه انسان په کی وژل کیږی، زه کوم دولتی سیاسی سړی هم نه یم ،او قسم په الله ج چه څوک لس میلیون ډالر… نور لوستل »

MHA

It looks like peace is coming, what will happen to the people who received millions dollars to guarantee the establishments of peace and security and nothing happened.They will definitely be leaving the country and enjoy spending their stolen dollars.

MHA

If taliban comes Mr Karzai will not be living in the special house in the palace.

محمد ظاهر حلیمی

دافغانستان مظلوم ملت له دواړو خواپه کلیکه غوښتنه لری چې دسولی په پروسه کی خنډونه جوړنکړی ځکه سوله دملت حق دی نن ګورو چې په رسنیو کې یوه شمیره هغه کسان چې په جنګ کې خپله بقاوینی او نامشروع پیداکړی سرمایی او غصبی ملکیتونه محفوظ وساتی دسولی په پروسه کی ستونزی جوړه وی دامارت له مسئولو چارواکو څخه ملت هیله کو چې په هرشېوه ګیږی اوسنی جګړی ته دپای ټکی کیږدی ځکه دجګړی دسون توکی مظلوم مسله ملت دی نه غصبین ، او داجنبیان کمارل شوی افراد او اشخاص

غوربندي

متاسفانه د اشغالګرو ظلم او وحشت په پوره شدت سره ادامه لري، د مذاکراتو پرمختګ بايد عيني او مقدماتي نښې ښکاره کړي،،، لکه د هوايی بريدونو او وحشي چاپو او پوچو تبليغاتو بندښت او د بنديانو ازادي که دا نه وي نو په متوافقه موضوعاتو په تنفيذي اړخ باندې باور سخت دی،،، طالبانو ته ښايي چې د پوره حوصله مندی تر څنګ کافرو امريکايانو ته د خبرو بندولو سره څراغونه وخت په وخت ورکړي….

الجاج استاذ بیانزی

مونږ هم ستاسی نظر او ښه وړاندیز تاییدو، زړه کی می وه چه طالبانو ته کوم پرانیستی لیک ولیکو خدای وکړه چه ورته ورسیږی

جميل

الله(ج) دی وټولو خيرغوښتونکوافغانانوته په تيره بيا هغو ته چی د کفارو او منافقو حملو، بمباری او چاپو تاوان ور رسولی وی صبرجميل او اجرعظيم ور په برخه کړی . زما ګنهکاره په اند : امريکا ته دی د وتلو لپاره تر شپږو مياشتو ډير وخت ور نکړل شی ، که په دی مده کی اوربند هم وشی د طالبانو کرامو لپاره به ښی پايلی ولری خو طالبان دی خپلی ليکی همهغسی ټينګی وساتی او د مجاهدينو صفونه دی همهغسی کلک پاتی وی . د امريکا څخه دی تعهد او ظمانت واخيستل شی چی د بليک واټراو نورو روزل شوی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x