خلیلزاد: د سولې لپاره شرایط ښه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وویل د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: «زه همدا اوس په قطر کي د طالبانو سره له اوږدو خبرو خلاص سوم. د سولې لپاره شرایط بهتره سوي دي. دا واضح خبره ده چي ټول طرفونه د جنګ ختمول غواړي. د ټولو کښته او پورته سره سره، موږ دوامداره پرمختګ وکړ، او واقعي او ستر ګامونه مو واخیستل. نهايي سوله پر دې څلورو مسایلو باندي موافقې ته ضرورت لري: (الف) د تروریزم پر خلاف تضمین، (ب) د امریکايي عسکرو وتل، (ت) بین الافغاني خبري، او (ج) هر اړخېز او جامع اور بند. د جنوري په خبرو کي موږ په عمومي توګه پر همدې څلورو مسایلو باندي خبرې کړي وې. موږ اوس د لومړیو دوو مسلو په باب «په مسوده کي موافقه کړې ده. کله چي د عسکرو د وتلو او تروریزم پر خلاف د موثرو اقداماتو د موافقې مسوده نهايي سي، طالبان، نور افغانان او جمع حکومت به د سیاسي مصالحې او جامع اور بند په اړه بین الافغاني مذاکرات پیل کاندي».

خلیلزاد زیاته کړې چې زما بل قدم به په واشنګټن کې د نورو لوریو سره بحثونه او مشورې وي. مونږ به ډېر ژر بیا سره کښينو او تر څو چې پر ټولو خبرو توافق نه وي شوی، هیڅ توافق نه دی شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند : ۱ ـ د عسکرو وتل یعنی د اشغال ختمول دی. له هغه وروسته د امریکا او روسیی توپیر نشته یعنی دواړه بارنی هیوادونه دی او که توپیر وی هغه به د روسی په ګټه وی چه مونږ ته د امریکا په تله کمه فاصله لری رشتونی دوستی او دشمنی یی په مونږ دیر موثریت لری. ۲ ـــ دوهمه موضع چه زمونږ له هیواده به په امریکا ډز نه کیږی. مونږ یی ورسره منو، مګر دا هم پاید ورسره ولیکل شی چه مونږ پخوا هم ډز نه دی کړی حتی اسماما هم ډز نه دی کړی مونږ… نور لوستل »