ګډو عسکرو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې يو ځل بيا ولسي خلک وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو عسکرو يو ځل بيا د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او شپږ تنه يې وژلي دي.

د سيمې خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د خوږياڼو په ټټنګ سيمه کې د ګډو عسکرو په چاپه کې د څلورو وروڼو په شمول شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې ټول  يې ولسي خلک بلل شوي دي.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ګډو عسکرو له لوري د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

تېره ورځ د غزني  په شلګر ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د ملکيانو ټونس موټر په نښه شوی و، چې له امله يې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي او د سيمې خلکو د غزني ښار کې د حکومت پر ضد لاريون پيل کړی او ګواښ  يې کړی، که د پېښې قاتلين محاکمه نه شي، دوی به خپل مړي د ارګ مخې ته يوسي او د حکومت پر ضد به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې تېره اونۍ هم د ننګرهار په حصارک، د وردګو په سيداباد، لوګر، کندوز، هلمند او نورو سيمو کې د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

درې ورځې وړاندې په حصارک ولسوالۍ کې ګډو عسکرو د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي وو، چې پنځه يې د ياغستان په نوم د ملي اردو د هغه سرتيري وو، چې په وردګو ولايت کې د طالبانو پر ضد جګړه  کې بوخت و.

تبصرې (1)

  • ګډو عسکرو، ګډ حکومت خو وو اوس ګډ عسکر هم پیدا شول. لکه طالبانو سره چی عرب، چیچین، ازبکان او پنجابیان دي. څه شوه غونډه منډه مو چیرته ورسیده؟ ډیری منډی مو وکړی هیڅ ترینه بوت نشول، کله به مسکو، کله ایران پاکستان خو مو هسی د ادی کور دی. د کفارو سیاست ته مو خو فکر ده، څومره نن سبا یی تاسو نه بلا جوړه کړی وه کله به جرمنی ویل طالبان دی دلته غونډه وکړی، کله ازبکستان، روس ... او تاسی هم باکل په هوا کی روان وي. بیا هغه زمونږه اکا ګوری د عباس لمسی، هغه خو خپله ږیری نه هم د پنجاب نقشه جوړه کړی وه. یاره که پوه شم چی مترقی اسلام ته کار کوی، ملک له لوږی او بدبختی څخه وباسی په الله هر رقم فداکاری درسره تیار یم. خو کچیری هو خرک، هو درک هماغه امارت وی چی د یوه تلیفون کولو لپاره به پاکستان تللو بیا دی نو الله تاسی ټول ورک کړی.