افغانستان

فراه؛ د فوايد عامې رئيس په يو بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت د فوايد عامې رييس د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پيښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ددې ولايت د فوايد عامې رييس سليم فراهي په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې وړمه شپه د هرات د ولايتي شورا غړی هم په يو وسله وال بريد کې وژل شوی و.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د پلازمينې کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې هدفي وژنې او بريدونه زيات شوي دي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x