نړۍ

خیبر پښتونخوا: په جنازه کې فدایی برید 25 کسه وژلي او تر 50 زیات ټپيان شوي

sucisdiopmf

نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا په متنی ادیزي سیمه کې د یو جنازي په منځ کې د نامعلومه کس له خوا فدایي برید شوی چې له امله یې تر اوسه 25 کسه وژل شوي او تر 50 زیات ژوبل شوی دي.

جنازه د امن لښکر د یو مشر حکیم خان د ښځي وه، او د برید نښانه هم د امن لښکر کسان وه.. پولیسو او عینی شاهدانو ویلي چې برید کوونکی 17 کلن هلک وو، او د جنازې د ځای سره ناست وو کله چې د جنازې لپاره ملا الله اکبر وویل، ده ځانته انفجار ورکړ..

د یادوني وړ ده چې امن لښکر په سیمه کې د سیمیزو طالبانو په خلاف د پاکستاني فوج له خوا د ځايي خلګو څخه جوړ کړی، تر څو د خپلو سیمو حفاظت وکړي، او ځايي طالبانو ته ځای ورنکړي.

متني ادیزی د دره آدم خیل سره سرحد لري او دره ادم خیل کې اوس هم د طالبانو او وسلوالو په خلاف د پاکستاني فوځ عملیات شروع دي..

پرون هم د فیصل اباد په ښار کې د سول لاینز په سیمه کې یو موټر بم چاودلی وو چې 20 کسه یې وژلي وه او ګڼ شمېر یې ټپیان کړې وه، او په سیمه کې ډېرو ودانیو ته تاوان رسولی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x