په غزني، لوګر، کاپیسا او کندز کې بیګانیو عملیاتو خلک زیانمن کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل):  برایي شپه د ننګرهار په څیر په غزني، لوګر او کندز ولایاتو کې هم د ګډو ځواکونو لخوا په شویو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیانونه رسیدلي دي.

نن ټکی آسیاته ته را رسیدلي خبرونه وایي چې  امریکایي الوتکو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د صاحبزاده په سیمه کې د ملکي خلکو په هغو موټرو بمبار کړی او له منځه یې وړې دي چې دلته په واوره کې بند پاته وو. د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې د ډيرې واورې له امله د موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی دی. کلیوال وایي دا موټر د عامو خلکو وو چې په واوره کې ایسار شوي وو، د شپې مهال چې خلک ترې کورونو ته تللي وو نو امریکایي الوتکو بمبار او په بشپړ ډول له منځه یووړل. د دې پیښې که څه هم مالي زیان دروند دی خو له نیکه مرغه خلکو ته پکې ځاني زیان نه دی رسیدلی.

دغه راز تېره شپه ګډو ځواکونو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شاکیانو په کلي چاپه وهلې، د ګڼو کورونو دروازې یې ماتې کړي، د تلاشۍ په وخت یې له کوروو غلاوې کړي او د یوه کور څو اطاقونه یې نړولي دي. دغه راز بیګا شپه یادو ځواکونو د کاپیسا د اله سای ولسوالۍ په شپي دره سیمه کې دخلکو په کورونو چاپه وهلې د ډیرو کورونو دروازې یې ماتې کړې، د محمد عارف په نوم یو کلیوال یې وژلی او څو نور یې له ځان سره وړي دي.

بل خوا له کندز ولایت څخه خبر وایي چې بیګا دخان اباد ولسوالۍ د زرکمر په سیمه ګډو ځواکونو په ولسي کورونو چاپې وهلې. خلکو ته یي مالي تلفات اړولي او څلور کسه عام خلک یې له ځان سره وړي دي.

د یادو پیښو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې بیګا شپه د ننګرهار په خوګیاڼو کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۶ تنه ولسي وګړي وژل یې چې څلور یې د یوې کورنۍ غړي او سره وروڼه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دې ارذالو خو د بې دفاع ولسي وګړو سم دم قتل عام پيل کړی دی. ای حکومتي چارواکو ! دا تاسي چيري ياست او ولي په دې اړه خوله نه چولوئ ؟ دې جنايتکارو امريکايانو زموږ د لنډغرو په ګډون دا څه چپه غوبل پيل کړی دی؟ او تاسي ولي داسي چپ ياست، ملا مو ماته سه ! دې ارذالو خو د بې دفاع ولسي وګړو سم دم قتل عام پيل کړی دی. ای حکومتي چارواکو ! دا تاسي چيري ياست او ولي په دې اړه خوله نه چولوئ ؟ دې جنايتکارو امريکايانو زموږ د لنډغرو په ګډون دا څه… نور لوستل »