
غزني؛ دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې له عامله ناخبري ښيي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت تېره ورځ غزني کې د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې پر عامل ناخبري ښيي او پېښه يې د سړک د غاړې د ماین له امله یا هم مشکوکه بللې.
له دې وزارته خپره شوې اعلامیه د پورته دعوې تر څنګ مني، چې د پېښې «اصلي علت معلوم نه دی.»
د دفاع وزارت پر رسمي پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی هم ټاکلی دی.
«د غزني په اندړو ولسوالۍ کې نهه ملکي وګړي په حمله يا د سرک غاړې ماين چاودنه کې په شهادت رسيدلي چې تر اوسه د یادي پیښي اصلي علت مالوم نه دی.»
په دې پېښه کې چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په نښه کړل شو، د مرګ ژوبلې شمېر نږدې شلو تنو ته رسېدلی دی.
ځايي اوسېدونکو تېره ورځ د غزني مرکز کې لاریون وکړ او د وژل شویو جسدونه يې د ښار څنډې ته راوړل، خو ولایت مقام ته د تګ مخه يې د پولیسو ډزو ونیوله.
دفاع وزارت په داسې حال کې د دې خونړۍ پېښې له عامله سترګې پټوي، چې ځايي ادارې د هوايي برید پخلی کړی او دعوه يې کړې چې طالبان يې په نښه کړي دي.
د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د سرحدي په نوم د ډلګۍمشر تر څنګ يې اوه تنه طالبان وژلي، خو د سیمې اوسېدونکي، دا ډول څرګندونې د جنایت ناسمه توجیه بولي.
تېره شپه هم د ننګرهار په خوږیاڼو، د کاپیسا په اله سای، د لوګر په برکيبرک او د کندوز په خان اباد کې ګډو ځواکونو درانه ملکي تلفات اړولي دي.
Why would a special commission from Kabul go to Ghazni to find out the reason of the civilians death. Why the government people in ghazni dont do that. it looks like many government officials dont know what they are doing.