د دوست او دښمن په پېژندنه کې زموږ او دوی توپیر

لیکوال: سید احمد غزنوي

د دوست او دښمن پېژندنه، کټ مټ لکه د ښو او بدو ترمینځ توپیر پېداکولو او مشخصولو په ډول يو لړ معیارونو ته ضرورت لري.
که معیارونه پاخه وه، تلل او تشخیص هم پاخه او یقیني وي، خو که معیارونه خام، بې ثباته او سپک وه، تشخیص هم بې ثباته او ناپایداره وي.
د امریکایانو له راتګ سره سم، زمونږ د هېوادوالو، خاصاً فرهنګي ډلې په ځینو غړیو کې د معیارونو ګډوډي پېښه شوه. د اسلام غوندې پوخ، باتدبیره، سوچه او پاک معیار ته یې شا کړه، داسې معیارونه یې انتخاب کړل، چې اوس خپله پکې ګنګس ښکاري.
کله یې قوم پالنه پالله، کله یې ژبنی معیار کارولی، کله به یې سمتي معیار ته مخه کړه.
خو زموږ او دوی ترمنځ توپیر دا دی چې موږ  هرڅه په خپل نړیوال، پوخ او باثباته معیار (اسلام)  تلو، ځکه نو نه ګنګس کېږو او نه داسې پېښه شته چې د هغې تلل او تشخیص دې دغه مبارک معیار ته ستونزمن وي.
موږوالو به د امریکایانو د راتګ له لومړیو هغه کسان د دې هېواد د اوسېدونکو، دین، کلتور، ژبې، خاورې، بوټو او آن حیواناتو دښمنان بلل چې له امریکایانو سره یې خواخوږي لرله، کار یې ورسره کولی، اوږه په اوږه یې زموږ پر خلاف دسیسې جوړولې.
له امریکایانو سره یې له هېڅ ډول مرستې ځان نه سپمولی، آن چې له هغوی یې د غټو غټو بمونو د کارولو غوښتنې هم کولې.
خو په مقابل کې زموږ هغه فرهنګي ملګرو چې معیارونه یې سره مخلوط کړي، موږ پر دې تورنولو چې ګواکې افراطيان یئ، د وطن دوستي حس مو کمزوری دی، تعلیم مو ندی کړی، له نوي تمدن(!) سره بلد نه یاست، د ډبرو د وخت خلک یاست.
دوی به د امریکایي ځواکونو داخلي همکارانو دومره صفت او ښه والی بیانولی، چې د “غلو” تر سرحده به یې پکې مبالغه کوله. د کرزي په ډول مداري، چمباز، خاین او فاسد سړی یې موږ ته پورته – پورته کولی، کله به یې د سختو ورځو مشرباله، کله به یې ملي مشر ګڼلی، کله به یې… بللی، خو چې همدغه سړی له واکه ليرې شو، دوی ته یې نوره ګټه نه رسیده، همدغو مداحانو دومره وښکنځلی چې آن د سپین ږیرتوب خیال یې هم ونه ساتلی. کله موچي ورته وایي، کله مداري ورته وایي، کله یې قومي او زباني متعصب بولي.
همداسې، هغه اتمر یې راته ستایلی چې د امریکایانو له راتګ سره سم د معارف وزارت په دوره کې یې زموږ تعلیمي نصاب بدل کړ، داسې نصاب یې پرځای وارد کړی چې له یوې مخې یې دیني او ملي مضامین ترې وتوږل، داسې مضامین یې ور اضافه کړل چې نه زموږ له دین سره سازګار دي، نه له کلتور سره.
د هغه اتمر مدحې یې کولې چې د داعش په نوم یې داسې پروژه رامنځ ته کړه چې په زرګونه وطنوال مو یې له تیغه تېر کړل، داسې جنایات یې وکړل چې آن ناموسي دښمنۍ یې وکرلې.
خو د خدای کړه وو، د دوی د خامو معیارونو پایله، همدغه ګنګس او ناځوانه مداحانو اتمر دومره سپک کړی او ښکنځي یې چې بیخي یې انساني کرامت له تر پښو لاندې کوي.
کله یې ګوډ خلیفه بولي، کله یې ټوپکمار بولي، کله یې … بولي.
اوس همدغه معاشخواره مداحان، د ډاکتر غني په مدحه او صفت نه مړیږي.
هغه غني چې د واک په لومړۍ ورځ یې دا خاوره په امریکایانو خرڅه کړه، هغه غني چې د واک د تداوم لپاره یې زرګونه افغانان قرباني کړل، هغه غني چې ددې ولس پر ستره هېله چې بې له سولې بل څه نشي کېدای؛ لوبې کوي او نه پرې ږدي چې وطن کې سوله راشي، ځکه دی له واکه لیرې کیږي.
هغه غني چې نه زموږ له دینه خبر دی، نه مو پر کلتور. حسین رض د خدای لمسی بولي، جنازې لمونځ کې سجده لګوي.
کله یې د نړۍ دویم متفکر بولي، کله وایي چې دغه سړی د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د استادۍ افتخار لري، کله وایي چې اوس مهال په هېواد کې ددې سړي بدیل نه موندل کیږي، کله اوازه ګډه کړي چې جرمني وایي غني موږ ته راکړئ چې ولس مشر یې کړو.
کله وایي چې ګران ولسمشر په حساب ۱۵ دوکتوراوې لري، کله یې د سردار داوود خان د ناتمام فصل پوره کوونکی بولي.
پر دغو ناروا مدحو خو بیخي بسنه نه کوي، بلکې په مدحه کې دومره مخته ځي چې آن ددې خاورې ویاړونه ښکنځي.
دوی غني ته د بابا مبارک لقب کاروي، هغه لقب چې په اورېدو سره یې  ذهن ته د احمدشاه بابا او رحمن بابا په څېر سترو هستیو نومونه او کارنامې وریادیږي.
هغه احمدشاه بابا چې د اسلام پیغام یې نورې نړۍ ته رسولی او دا یې هیله وه چې د نورې نړۍ اوسېدونکې هم د اسلام له نړیوال، خیرخواه او مبارک دین څخه برخمن شي.
هغه احمدشاه بابا چې د ولس په انتخاب، واک ورته وسپارل شو، نه لکه غني چې د جانکیري پر مټ واک ته ورسېد.
احمدشاه بابا خو هېڅ یرغلګر پر دې خاوره ندی منلی، خو دغه نمایشي بابا هره ورځ د یرغلګرو په خدمت کې لاس په نامه ولاړ دی.
که همدا نن امریکایان له دې خاورې پښې سپکوي، غني به دوی پسې جوخت له دې خاورې تښتي چې ددې خلکو له محاسبې څخه خلاص شي.
همدغه ورځ راتلونکې ده چې غني بې واکه شي، همدغه مداحان چې اوس دده په ستایلو کې د خلکو سترګو ته خاورې شیندي، دی به وښکنځي، تر سپکو به یې سپک کړي. نه به یې سپین ږیرتوب ته ګوري، نه انساني کرامت ته. نه به یې تنخوا وریادیږي او نه ورکړې ډوډۍ، چې څه په خوله ورځي هغه به ور شغوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د