اشرف غني: «مزاري او مسعود شناسي» باید ملي بحثونه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): اشرف غني وايي د عبدالعلي مزاري او احمدشاه مسعود د لا ښې پېژندې لپاره باید «مزاري شناسي» او «مسعود شناسي» پر ملي بحثونو بدل شي.

نوموړې دا څرګندونې په ارګ کې د پخواني جګړه‌مار عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه د واک په لومړیو کې هم عبدالعلي مزاري ته چې، د کورنیو جګړو یو خونړی اړخ بلل کېده، «د ملي وحدت شهید» لقب ورکړ او نن يې دا یادونه هم وکړه، چې په اړه به يې یو کتاب هم چاپ شي.

اشرف غني وویل، دوی د مزاري په اړه معلومات راټول کړي او ژر به يې په پښتو، دری او اوزبکي ژبو د کتاب په بڼه خپاره کړي.

خواله رسنیو کې د اشرف غني دا ډول څرګندونو هغه اوازه بیا ګرمه کړې، چې نوموړی له خپل نږدې تاریخ هم خبر نه دی او د کمپایني هڅو په لټه کې ښايي «هرڅه» ته لاس وغځوي.

ژورنالیست او د تېرو ټاکنو نوماند میرویس ستانکزي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي: «ولسمشره دا ولس واښه نه خوري، ستا داسې دریځونه ولس ته سپکاوی دی، ته څنګه کولی شې د معاصر تاریخ تر ټولو ستر ترهګر او داړونکي د ملي بحثونو متحوا وګڼې؟»

د محمد عمران دراني په نوم یو بل تن هغه مخاطب کړی او ورته لیکلي يې دي: «د خپل کمپاین لپاره شاه شجاع هم پر ملي بحث بدل کړه!»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم هغه کونړ ته د سفر پر مهال علیحضرت احمد شاه بابا او له هغه را وروسته ټول واکمنان د پردیو له لوري واک ته رسېدلي وبلل او هغوی يې د واک لپاره خونخواران او قاتلان ياد کړل، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

اشرف غني ضمناً دا هم وویل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به له امنیتي چارواکو سره غونډه جوړه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام علیکم ګرانو ویوونکو؛ پښتو کی متل دی( هغه مارغان سره کښینی چه پنړی یی سره ورته وی). مزاری او د ده ملګرو ډیر انسانان په افغانستان کی شهیدان او در په دره کړل او خصوصا د کابل د خلګو نه پوښتنه وکی. مزاری ،مصعود، سیاف، ګلبدین او ګلمجم دوستم هغه کانی او وحشی کارونه په افغانستان کی وکړل چه ساری یی کم دی. د ارګ مظلوم بندی د څو محدودو کسانو تر نظارت لاندی فکر کوی چه ما هم د خبل قدرت د ساتولو لباره يوازی د ملی اردو ۴۵۰۰۰ کم او زیاد کسان قربانی کړل نو زه هم… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

جزاك الله خيرا و بارك الله فيك

جميل
میلمه
جميل

دا بى شرفه په رشتيا چى دير احمق دى

هارون
میلمه
هارون

دا لېونډر ولسکشر کله کله داسې یو څه ووایي چې د سړي په سر کې ماغزه ورته واېشېږي. کله سړی دې ته اړ شي او د ځانه سره ووایي چې، ځه په دا نورو خاینانو کې دی لږ ښه دی. خو بیا دا تش په نامه ولسمشر داسې ریخ ووهي چې د سړي دا احساسات را خراب خراب کړي. تاسو اوس دې خبرې ته وګورئ چې د مسعود پېژندنه او یا د مزاري پېژندنه. د دې خبرې څه اړتیا ده، دا دواړه هېواد پلورونکي او د پردو جاسوسان خو ټول خلک ډېر ښه پېژني، نور یې څه په خلکو ورپېژنې.… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

دا خبيث بى عقل دير بى شرف او ذليل بيغرت اوختو. اصلا حيا او وجدان نه لرى. اعوذبالله. كه رقص مرده او داسى نور مطرح وى، نو بل شى دى. خو دا ذليل ظالم، هغه فاسد مفسد قاتل ته بيا د ملى وحت قهرمان لقب وركرى هم دى. اعوذبالله