افغانستان

روزګان؛ د اردو پر پنډغالي هوايي برید درنه مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملي اردو پر پنډغالي هوايي برید کې شاوخوا ۱۶ تنو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ازاد خبریال صدیق الله افغان پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکي، دې برید کې اوه عسکر وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د روزګان ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې ننګرهار کې د ملي اردو د عسکر پر کورنۍ برید د دې کورنۍ ګڼ غړي ووژل او تر هغه وړاندې د غزني په جاغورو کې هوايي برید د اربکیانو دوه پوستې له منځه یووړې.

تر اوسه دلته مېشتو بهرنیانو هم د دې برید په تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

ښه نو طالبان باید ګیله ونکړی دوی چی خپل ملګری بمبارده وی تاسی خو باید بمبارد کړی او د خلکو خو پروا نلری ځکه چی خلګ خو دری واړه خواوی ټکه وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx