ورزش

اروپا اتلانو ليګ: رونالډو په زړه پورې هيټريک وهلو سره د ميسي ريکارډ مساوي کړ – ويډيو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو ليګ UCL فوټبال سياليو کې تېره شپه کريسټيانو رونالډو د خپلې لوبډلې په ګټه په مسوولانه لوبې ترسره کولو د ګولونو هيټريک وواهه او د ليونل ميسي ريکارډ يې مساوي کړ.

د چهارشنبې په شپه په ۱۳مه نېټه د اروپا اتلانو ليګ په شپاړسم پړاو سياليو کې د اتلاکو مدريد او يوونتوس لوبډلې په دويم ليګ سيالۍ کې مخامخ شوې چې په کې يوونتوس لوبډلې د رونالډو په زړه راښکونکې لوبې سره اتلاتکو مدريد لوبډلې ته په درې-صفر او د اګريګيټ قانون له مخې يې په ۳-۲ ماتې ورکړه.

د يوونتوس لوبډلې لپاره پرتګالي مشهور لوبغاړي کريسټيانو رونالډو دريواړه ګولونه ووهل، نوموړي په ۲۷مه دقيقه کې لومړی، په ۴۹مه دقيقه کې دويم او په ۸۶مه دقيقه کې په پينالتي شاټ وهلو دريم ګول وواهه.

کريستيانو رونالډو تر دې دمه څلور د اروپا اتلانو ليګ جامونه ګټلي دي چې لومړی يې په ۲۰۰۸، په ۲۰۱۴، ۱۶، ۱۷ او ۲۰۱۸م کال کې يې ريال مدريد لوبډلې ته دغه جامونه ګټلي دي، اوس ايټالوي کلب لوبډله یوونتوس هم له رونالډو څخه د تاريخ تکرارولو تمه لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د اتلاتکو مدريد په کوربه توب سيالۍ دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوې وه چې په کې اتلاتکو مدريد يوونتوس ته ماتې ورکړې وه، خو په دويمه سيالۍ کې چې د يوونتوس لوبډلې په کوربه توب ترسره شوه د ۲ ګولونو په بدل کې ۳ ګولونه ووهل او دويم پړاو ته ووتله.

د اتلاتکو مدريد لخوا د انتيوني ګريزمن او الويرو موراټا په شتون هم مايوسه کونکې لوبه ترسره شوه چې په يو ګول وهلو هم ونه توانېدل خو په بدل کې يې درې ګولونه وخوړل، په دې ډول د يوونتوس لوبډلې کوارټر پايلوبې ته لار وموندله.

له دې وړاندې ليونل ميسي لومړی لوبغاړی و چې په اروپا اتلانو ليګ کې يې ټولټال ۸ هيټريکه وهلي وو، چې کريسټيانو رونالډو تېره شپه په هيټريک وهلو د ميسي دغه ريکارډ مساوي کړ او نوموړي هم په ياد ليګ کې ۸ هيټريکونه ووهل.

څو ورځې وړاندې کريسټيانو رونالډو د رسنيو پرمخ ويلي وو چې د سختو ستونزو له کبله به هم په اروپا اتلانو ليګ کې د لوبډلې لپاره ځانګړې لوبه نندارې ته وړاندې کړي چې نوموړي خپله دغه خبره په تېره شپه لوبې سره ثابته کړه.

د يادونې ده چې په اروپا اتلانو ليګ کې تر دې دمه اياکس، مانچسټر سيټي، پورټو، ټوتنهام، مانچيسټر يونيټډ او يوونتوس لوبډلو کوارټر پايلوبو ته لار موندلې ده، نن د شپې په ۱۲:۳۰ بجې به د برسلونا او ليوان، د ليورپول او بايرن ميونخ لوبډلو ترمنځ دويم ليګ سيالۍ ترسره شي، څلور واړه لوبډلې د اګريګيټ قانون له مخې په صفر-صفر ګول مساوي دي.

https://youtu.be/WBbsHtU1gVc

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx