ولسمشر اشرف غني

اشرف غني: په ملکي وژنو د نورو افغانانو په څېر ځوريږم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، روانه جګړه کې تر ټولو ستره بد مرغي د ملکيانو تلفات دي او زياته کړې يې ده، چې د ملکيانو مرګ ژوبله يې د بل هر افغان په څېر ځوروي.

اشرف غني نن په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلين په اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د ګډ حکومت چارواکو او عسکرو ته د ملکيانو مرګ ژوبله هېڅکله د منلو وړ نه ده.

هغه ويلي، چې د ملکي تلفاتو راپورونه په د قت څاري او هڅه به وکړي، چې د دې تلفاتو د مخنيوي لپاره ټولې لارې چارې په کار واچوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستيو کې د ګډو عسکرو په چاپو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.

د ګډ حکومت د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر وړمه ورځ يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و، چې د ګډ حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د عامو خلکو تلفات له يو سل او پنځوس زرو زيات دي.

اشرف غني په خپلو نننیو څرګندونو زياته کړې، چې خپلو امنيتي  مسؤولينو ته يې امر کړی، چې د ملکي تلفاتو د پېښېدو په صورت کې له هر ډول مهم هدف څخه تېر شي، خو له تېرې اوږدې  مودې  راهيسې د ګډو عسکرو او صفر يک قطعې په عملياتو او چاپو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تر هېښوونکې  کچې زياته شوې ده.

د ننګرهار، لغمان، کاپيسا، وردګو، کندوز، لوګر، پکتيا، پکتيکا، غزني، هلمند او نورو سيمو کې ډېری وخت د عملياتو قربانيان ولسي خلک وي.

تېره ورځ هم دوو چورلکو د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د ملکيانو پر  موټر بمبار کړی و او پنځلس کسان يې  وژلي وو.

د سيمې خلکو د غه مړي د غزني ښار ته راوړي او د پېښې د عاملينو د محاکمې  غوښتنه کوي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې د ګډ حکومت مشرتابه د امریکا او طالبانو د خبرو د کمزوري کولو په موخه د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته قصدا کار ویلی او غواړي،  چې له دې لارې د سولې خبرې کمزورې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

مخکی دي تورسي

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

ورته حساب به ورکوی ان شاء الله
لکه ډاکټر نجیب

جميل
میلمه
جميل

دا بى شرفه لا زان ته افغان هم وايى

ياسر
میلمه
ياسر

په دروغجن الله (ج) لعنت ويلي دي،
شاشوجاع لعنت د درباندي وي

مجاهد
میلمه
مجاهد

اشرف غنی وایی چه : په ملکي وژنو د نورو افغانانو په څېر ځوريږم اشرف غنی چه ځانته د اشغالګرو غلام او ګوداګی نه وایی مستقل ریس ځان ګڼی نو د اولس دغه قتل عام خو زیات د همدی غلام غنی په هدایت او امر سره کیږی د ځوریدو په ځای یی ولی بندوی نه ؟ مګر بندولی یی نه شی او ځوریږی !!!! لمړی خو د ده به دی خبره د ده مظلومیت او غلامګی په ډاګه کیږی چه قومانده دده له خوا نه بلکه د اشغالګرو له خوا ده ځکه چه دی عسکرو ته معاش نه ورکوی اشغلګر… نور لوستل »

دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

دا بی عقله او نا پوهه کاغذی متفکر نپوهیږی چی دده خولی څخه څه ډول الفاظ خارجیږی اوس ئي حتی د ځان کنترول له لاسه ورکړۍ دی !

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

هی مکار، درواغجنه، دوه مخی، ټګه، دومره چی ته د افغانانو په مرګ خوشحاله کیږی چی حتی حمله کونکی به هم دومره خوشحالی نکوی

پتنګ
میلمه
پتنګ

نالت په خره متفکر چې مکاري کوي او وجدان خو هیڅ نلري !