کرزی: د سولې خبرو پر مهال د پوځي عملیاتو زياتوالی غیر عقلاني کار دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد په لروبر کې د پوځي عملياتو او بمباريو پر مهال په وروستيو مرګ ژوبلو ژوره خواشيني ښکاره  کړې.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې د افغانستان روان کړکېچ د پای ته رسولو په موخه د سولې ګټورې خبرې روانې د حکومت له لوري د پوځي عملياتو کې توندوالی غیر عقلاني عمل دی.

کرزي په دغه اعلاميه کې د جګړې پر ښکېلو لوريو غږ کړی، چې د جګړې پر مهال د ملکيانو خونديتوب یقيني کړي.

کرزي دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې په دې وروستيو کې د ګډو عسکرو له لوري د عملياتو پر مهال د ملکي  خلکو مرګ ژوبله تر حيرانوونکې اندازې زياته شوې ده.

د ننګرهار، لغمان، کاپيسا، وردګو، کندوز، لوګر، پکتيا، پکتيکا، غزني، هلمند او نورو سيمو کې ډېری وخت د عملياتو قربانيان ولسي خلک وي.

تېره ورځ هم دوو چورلکو د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د ملکيانو پر  موټر بمبار کړی و او پنځلس کسان يې  وژلي وو.

د سيمې خلکو د غه مړي د غزني ښار ته راوړي او د پېښې د عاملينو د محاکمې  غوښتنه کوي.

همدارنګه تېره شپه هم ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ ټټنګ سيمه کې د څلورو وروڼو په شمول شپږ کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.

ځايي خلک وايي، چې په دغه پېښه کې ټول وژل شوي خلک ملکيان دي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې د ګډ حکومت مشرتابه د امریکا او طالبانو د خبرو د کمزوري کولو په موخه د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته قصدا کار ویلی او غواړي،  چې له دې لارې د سولې خبرې کمزورې کړي.